Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانکور غوره بریالۍ څېرې: د هېواد د جوړولو لپاره مو ملا تړلې

هغو زده کوونکو چې د سږکال د کانکور په ازموینه کې یې له لومړي تر درېیم مقامونه ترلاسه کړي، وايي چې دغه ځای ته د رسېدو لپاره یې لږ تر لږه دوه کاله زحمت ګاللی دی.

د سږني کانکور له لومړي تر درېیم غوره څېرې زیاتوي چې د هېواد د راتلوونکي جوړولو لپاره یې کار ته ملا تړلې ده.
  
سلیمان د سږ کال کانکور عمومي اول نمره شو، سلیمان د کانکور د ازموینې د پایلو له اعلان وروسته، د هرات ښار د سلطان غیاث الدین غوري په ښوونځي کې د خپلو ټولګیوالو او ښوونکو له لوري ستایل کېږي.

نوموړی طلوع نیوز ته وایي، چې دوه کاله یې شپه او ورځ د کانکور ازموینې لپاره په چمتووالي بوخت و.

دا ۱۸کلن ځوان د ۳۵۵.۴ نمرو په اخیستو د هرات پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

سلیمان وویل:«غواړم چې له زده کړې سره، خپل هېواد د نړۍ په یوه مطرح هېواد بدل کړم.»

د سلیمان پلار غلام جیلاني رایان هم وايي:«سهار شپږ بجې چې له کوره د درس ویلو لپاره وځي، د شپې اته بجې راځي او د شپې هم درس وايي.»

محمد شبیر له کابل څخه د ۳۵۵.۳ نمرو په اخیستو سره د سږ کال په کانکور کې دویم مقام خپل کړی دی. نوموړی د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی دی.

د کانکور دویم نمره محمد بشبیر څرګندوي:«یوه له سترو هیلو مې دا ده چې یو بریالی ډاکټر شم او خپلې ټولنې ته خدمت وکړم. له اسلامي امارته غواړم چې موږ ته د نړۍ په مطرح پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.» 

هدایت الله د ۳۵۴ نمرو په اخیستو سره د سږ کال په کانکور کې درېیم ځای خپل کړی دی. هدایت الله تېر کال د ریرکوه شینډنډ ولسوالۍ له ریفال ښوونځي فارغ شوی دی.
نوموړی د هرات پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

د کانکور درېیم نمره هدایت الله احمدي وايي:«هیله لرم چې د نجونو پر مخ هم د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي او د تېر په څېر چې له هلکانو سره په رقابت کې وې، بیا هم هماغه زمینه ورته برابره شي.»

د سږ کال کانکور په لسو غوره کسانو کې، هېڅ نجلۍ شتون نه درلود. په داسې حال کې چې د تېر کال کانکور عمومي اول نمره د سلګۍ په نوم یوه نجلۍ وه. همداراز دوو نورې نجونې هم د لسو غوره کسانو په نوملړ کې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه