Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برښنا شرکت: تر دې مهاله مو څه باندې یو مېلیارد افغانۍ پورونه راټول کړي

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو نن (دوشنبه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، دې شرکت تر اوسه پورې له یو مېلیون افغانیو ډېر پورونه راټول کړي دي.

د دوی په وینا، تر دې مهاله ۲۰۱ تنه د خپلو پورونو ورکولو ته حاضر شوي او د هغو کسانو جایدادونه یې نه‌دي پلورلي چې د برښنا شرکت پورړوي دي.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وايي: «په تېرو دوو میاشتو کې ۵۵۴ مېلیونه و ۵۹۵ زره او ۴۹۸ افغانۍ تصدیو او دولتي ادارو پورونه برښنا شرکت ته ورکړي دي، ټولټال یو مېلیارد و ۱۲۹ مېلیونه ۶۹۳ زره او ۹۲۵ افغانۍ د مالیې وزارت له لوري د دې شرکت حساب ته رالېږدول شوي دي.»

د ژمي په رارسېدو سره په پلازمېنې کابل کې د برښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک په څلرویشت ساعتونو کې اته ساعته برښنا لري.

بل‌خوا د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ څخه شکایت کوي.

د کابل اوسېدونکی ګل حسین امیري وايي: «کله برېښنا وي او کله نه وي، چې دې ستونزې موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ کړي یوو.»

د کابل اوسېدونکی رحیم الله وايي: «کله چې برېښنا نه وي، نو زیاتې ستونزې منځته راځي، تاسو ته دا ستونزه تر ډېره ښه معلومه ده.»

خو د برېښنا شرکت عملیاتي مشر د برېښنا پرچاوۍ لامل په ازبیکستان کې د برېښنا تخنیکي ستونزه بولي او وايي، په یوه اوونۍ کې به دا ستونزه هواره شي. د هغه په وینا، د وارداتي او کورنۍ برښنا په ګډون په افغانستان کې د برښنا کچه ۸۵۰ مېګاواټو ته رسېدلې ده.

د برېښنا شرکت عملیاتي مشر صفي الله احمدزی وايي: «دا پرچاوي چې تاسو محسوس کوئ دا په ولایتونو کې هم شته ده، ځکه کومه برېښنا چې له ترکمنستان څخه کابل ته راځي، نو موږ مجبور یو په لاره کې هم پرچاوي ولرو.»

ښاغلی احمدي زیاتوي، له بدلونونو وروسته د برښنا شرکت د ۴۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پروژو چارې ځنډېدلي او ۱۴۵۹ جریبه ځمکه چې د دې شرکت ودانۍ او هټۍ په‌کې شامل دي، د غاصبینو له منګولو بېرته راګرځولي دي.

د افغانستان برېښنا تر ډېره د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړي ډول ازبیکستان، تاجیکستان او ترکمنستان پورې تړلې او کورنۍ سرچېنې د هېواد د برېښنا اړتیا نه شي پوره کولی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه