Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیل‌زاد: اسلامي امارت باید د ټولنې لویې برخې لیدلورو ته درناوی وکړي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني استازي له اسـلامـي امـارتـه غوښتي چې د افغانستان له بېلابېلو پرګنو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ترکیې له "ټي‌ار‌ټي" ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت مشران باید د ټولنې د یوې لویې برخې نظر ومني او له خلکو سره د خبرو بهیر پیل کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي: «طالبان باید تاریخ ولولي او په افغانستان کې ترسره شوې تېرې ۴۰ کلنې تېروتنې تکرار نه کړي. که طالبان غواړي چې، د کمونېستانو دغه تېروتنې تکرار نه کړي؛ نو باید د ټولنې د یوې لویې برخې لید لورو ته درناوی وکړي.»

نوموړی له اسلامي امارته غواړي، د کمونېستي نظام تېروتنې چې، د کورنیو جګړو لامل شوې تکرار نه کړي.

ښاغلی خلیل‌زاد زیاتوي: «طالبان دې ته اړتیا لري چې، د مشارکت بهیر پیل کړي او له افغانانو سره خبرې وکړي. په ۱۳۵۷ کال کې کله چې، کموېنستي حکومت جوړ شو؛ نو نور لوري یې وځپل او دغه چاره په دغه هېواد کې د کورنیو جګړو لامل شوه. طالبان باید د خپلو خلکو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو لپاره ښه نقش ولوبوي.»

د سیاسي چارو کارپوه امان الله هوتکي وايي: «د یوه افغان په صفت له امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دوی باید بین‌الافغاني خبرې شروع کړي او هغه خلک چې په داخل یا خارج کې دي، له ټولو سره باید خبرې وکړي او ټولو سره باید تفاهم ته ورسېږي او کومې مشروع غوښتنې چې د افغانستان د بیارغونې، بیا جوړونې او ښې حکومتولۍ لپاره وي، هغه باید ومنل شي او کومې غوښتنې چې غیر مشروع دي، هغه هېڅوک نه‌مني.»

له بل لوري د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، اسلامي امارت باید د هېواد د سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره ژر تر ژره د افغانانو تر منځ د خبرو بهیر پیل کړي.

د کابل اوسېدونکی سید عبدالصبور وايي: «کوم ورونه چې خفه دي، کوم خلک چې بېرون دي، جنګ کوي، دا ټول سره راټول کړي او ورته بښنه وکړي او ورته ووايي چې نور جنګ بس دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی بلال رحیمي زیاتوي: «د افغانستان خلک باید د یوې لوی جرګې له لارې راټول شي او په ځینو موضوعاتو باندې بحث وکړي، که هغه تعلیم، ښځو ته د کار حق ورکول دي او کار اهل کار ته سپارل دي.

ومو غوښتل چې په دې تړاو د اسلامي امارت نظر واخلو، خو له پرلپسې هڅو سره-سره بریالي نه‌شو. د ویلو ده چې د افغانانو تر منځ خبرې اترې د دوحې هوکړې یوه مهمه ماده هم ده.

نښاغلي خلیل‌زاد له اسلامي امارته غواړي، د کمونېستي نظام تېروتنې چې، د کورنیو جګړو لامل شوې تکرار نه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه