Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمېر ښځې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پیر و پلور په تور زنداني شوي

د کابل ولايت د څارنې امریت وايي، له لسو ډېرې ښځې په زندان کې شپې او ورځې تېروي چې د نشه‌يي توکو په قاچاق او پیر و پلور تورنې دي.

د کابل د نظارت خونې امریت وایي، دغه ښځې دکابل له بېلابېلو سيمو نيول شوي او ټاکل شوې ده چې له څېړنو وروسته دکابل پلچرخي زندان ته ولېږدول شي.

د کابل د نظارت خونې امر مولوي سید فضل الله ابو عبیده وايي: «چې د قاچاقو په جرم باندې یا د قاچاقو په تور باندې موږ ته له مختلفو ولسوالیو او حوزو راوړل شوي وي.»

د کابل ولایت د ښځو د څارن خونې امره سیمین احمدزۍ وايي: «دلته د لنډ مهال لپاره وي، له دې وروسته یې جرم ثابتېږي، پلچرخي ته یې استوو، هلته ورته هر څه برابر دي.»

د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نېول شوې ښځه وايي: «د سهار اته بجې وې چې کور ته مې پولیس راغلل، په یوه بیک کې ټابلېټ کا وې، موږ یې ونیولو.»

له دغو ښځو سربېره چې د نشه‌يي توکو په قاچاق او پېر و پلور تورنې دي؛ يو شمېر نورې هم د کابل ولايت په نظارت خانه کې دي. دوی په مختلفو جرمونو تورنې دي.

یوه بله ۵۵ کلنه ښځه چې د اوو بچیانو مور ده، وایي، پولیسو د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیولې ده.

د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نېول شوې ښځه زیاتوي: «زموږ په کور کې پنځلس قوطۍ زیکپ و، طالبان راغلل زیکپ یې ونیول او زه یې ونیولم، زه یې مخدرو ته یوړم، په مخدرو کې یې سوال او جواب وکړ، له سوال او جواب نه وروسته یې دلته راوړم.»

بل خوا له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت وایي، تر اوسه د مخدره توکو د کارو بار په تور تر درې زرو شپږ سوو ډير کسان نیول شوي او دوسیې یې محکمې ته سپارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین  ملا عبدالحق همکار  وايي: «موږ ۳۰۰۵ عملیاتو کړي او په‌‌دې کې موږ ۳۶۴۱ کسان نیولي دي او محکمې ته مو سپارلي دي. زموږ برخورد همدا ډول دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یوناما دفتر پر خپله رسمي پاڼه لیکي دي، افغانستان لا هم د نړۍ د ۸۵ سلنه تاریاکو د تولید سرچینه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه