Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر بندیز لاندې سیمو ته د بشرپالو مرستو د لېږد لپاره د پرېکړه لیک تصویب

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو داسې یو پریکړه لیک تصویب کړی چې، له مخې یې له تحریم شویو هېوادونو سره د بشري مرستو بهیر اسانوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي، د افغانستان، سوریې او میانمار په څېر هېوادونه به د بشري مرستو په برخه کې د دغه پرېکړه لیک له ګټو برخمن شي.

ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي استازې لینډا ټوماس ګرېنفېلډ وايي:«د دغه پریکړه لیک پر بنسټ به په افغانستان، سوریې، برما او یا هم د کوم بل ځای چې، زموږ بشري مرستې دوام لري، بشري وضعیت ته رسېدنه وشي.»

له بل لوري، یو شمېر هېوادونو او د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې او د پناه غوښتونکو د شورا په ګډون ځینو مرستندویه بنسټونو د دغه پرېکړه لیک له تصوبیېدو هرکلی کړی دی.

د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري په دې هکله وايي:«د افغانستان بانک د هېواد پر مالي او بانکي سکټور د څارونکي بانک په توګه د نړۍوالې ټولنې له مرستو ستاینه کوي او له مرستندویه هېوادونو غواړي چې خپلې بشرپالې مرستې د بانکي سکټور له لارې ترسره کړي.»

له دې سره سم، اقتصاد وزارت هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دغې پرېکړې هرکلی کوي.

د دغه وزارت ویاند وايي، په هېواد کې د اقتصادي ننګونو د حل لپاره نړۍوالې مرستې باید د کرنې، مالدارۍ او کوچنیو سوداګریو د ودې په برخو کې ولګول شي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«د هېواد اقتصادي وضعیت ته په پاملرنې سره په هغه صورت کې چې دغه فعالیتونه له وزارتونو، او اړوندو ادارو سره په همغږۍ او د شته اقتصادي لومړیتوبونو په مطابق، عمدتاً د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ سکټور او ژوندانه د ښه والي به منظور د ځينو پروګرامونو د تطبیق له لارې د کوچنیو سوداګریو ملاتړ، چې د دندو د رامنځته کېدو او د بې وزلۍ د کموالي لامل شي، ډېر اقتصادي اغېزمنتیا به ولري.» 

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي، تر هغې چې، نړۍوالې مرستې په بنسټیزو پروژو کې ونه لګول شي؛ نو په افغانستان کې به هم بې وزلي ختمه نه شي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي:«پر دغو مرستو د یوه څارونکي بنسټ یا موسسې نه شتون او د هغه تر څنګ، د لوړ اداري لګښت مسله که چېرې موږ هغه کنټرول کړو، د دغو موسساتو لوړ اداري لګښتونه فکر کم موږ کولای شو لږ تر لږه د افغانستان د خلکو لپاره یو ښه انساني مرسته او په ټول کې د پرمختګ په لور او بې وزلو هېوادونو ته ورسېږو.»

تر دې مخکې د آمریکا سولې انسټېټیوټ ویلي چې، ملګرو ملتونو له یوه کال راهیسې له افغانستان سره شاوخوا ۱ اعشاریه ۸ مېلیارده ډالره مرستې کړې دي.

اقتصاد وزارت هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دغې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، په هېواد کې د اقتصادي ننګونو د حل لپاره نړۍوالې مرستې باید د کرنې، مالدارۍ او کوچنیو سوداګریو د ودې په برخو کې ولګول شي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه