Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان دفاع وزیر: سپين بولدک کې نښته لومړی د افغانستان له خوا پیل شوه

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د سپين بولدک چمن د جګړې په هکله ویلي چې لومړی ډزې د افغانستان له خوا وشوې او وروسته پاکستاني ځواکونو هغوی ته ځواب ورکړ.

دغه پاکستاني چارواکي چې د دغه هېواد په پارلمان کې وینا کوله، وايي چې اوس په دغه بندر کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د کستان دفاع وزیر زیاتوي:«په لومړي سر کې ډزو مرګ ژوبله نه لرله، خو وروسته چې درنې وسلې وکارول شوې، زموږ پنځه ملکیان ووژل شول او دوه تنو کوټې ته پر لاره ساه ورکړه او د هغوی په ځواب کې موږ د هغوی پر چارواکو برید وکړ او هغه مرګ ژوبله چې هغوی یې لري، د هغوی د امنیتي ځواکونو ده نه د ملکیانو. له سرحدي امنیتي کمېټې سره بیا خبرې وشوې او هلته پرېکړه وشوه، چې تېروتنه د افغانستان له لوري وه.»

د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ هم وویل:«دا لومړی خل نه دی، د دې لپاره یوې حل لارې او نوي فکر ته اړتیا ده او د رامنځته شوې کمېټې مسوولان باید وپوهېږي چې د دغو پېښو د کېدو لامل څه وو.»

بل خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ پر وروستیو نښتو د اندېښنې په څرګندلو سره وایي،چې افغان چارواکي باید د دواړو خواوو ترمنخ د سرحدي نښتو  مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند  ناصر کناني وايي:«تر هغه ځایه چې زه خبر یم څو ځله سرحدي ګډې کمېټې خبرې اترې هم شوې دي، ګومان کوم چې دغه اداره او په دواړو لورو کې مثبت لید شتون لري چې د سرحدي مسایلو په هکله همکارۍ پياوړې شي.» 

اسلامي امارت ونه غوښتل چې په دې تړاو له موږ سره خبرې وکړي. خو تر دې وړاندې بهرنیو چارو وزارت د سپين بولدک- چمن پر لاره پر نښتې خپګان څرګند کړی او د دغه راز پېښېو تکرار یې د خواشینۍ وړ بللی دی.

 تر دې وړاندې د کندهاري ځایي چارواکو ویلي دي، چې په دې پېښه کې د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه