Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه کې له ځينو سیاسي څېرو سره د حامد کرزي لیده کاته

حامد کرزي ته نږدې سرچينې وايي، چې د هېواد پخواني ولسمشر جرمني، متحده عربي اماراتو او ترکيې ته د خپل سفر پر مهال له يو شمېر افغان چارواکو او سياسي څېرو سره کتلي او خبرې اترې يې کړې دي.

شهزاده مسعود چې حامد کرزي ته یو له نږدې کسانو څخه دی وايي چې ښاغلي کرزي په دې لیدنو کې د افغانانو ترمنځ د خبرو او انسجام په اړه خبرې اترې کړې دي.

حامد کرزي ته نږدې کس  شهزاده مسعود وايي:«اوس په ترکیه کې دی. په ترکیه کې یې هم له زیاتو افغانانو سره لیدلي، دا لیدنې به سبا ته هم دوام ولري. د افغانانو د لیدلو ستره موخه دا ده چې په افغانستان کې دایمي سوله او ټيکاو راشي.»

د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو رییس عاطف مختار هم وايي:«ښاغلی محترم کرزی صاحب استانبول ته راغلی او موږ هم له هغوی سره یوه لنډه لیدنه لرله، د هغه د هرکلي لپاره کابو ټول افغانان سره راغونډ شوي وو او زموږ خبرې عمومي وې.»

اوس مهال ښاغلی کرزی د ترکیې په استانبول کې دی او تمه کېږي چې په دغه هېواد کې له افغانانو سره وګوري.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي څرګندوي:«تر ډېره د پخوانیو همکارانو او ملګرو لیده کاته دي. د ښاغلي کرزي په ګډون ټول په دې پوهېږي چې په نږدې راتلوونکي کې په افغانستان کې پخوانیو حاکمانو ته کوم ونډه نه لیدل کېږي.»

اخوا، د اسلامي امارت ویاند وایي، چې له چارواکو او سیاسي څېرو سره د کرزي کتنې د اسلامي امارت استازیتوب نه کوي.

د اسلامي امارت ویاند  ذبیح الله مجاهد وویل:«شخصاً په خپله ده ته متوجه کېږي، د اسلامي امارت په استازیتوب نه دی تللی او اوس کوم رسمي شخص هم نه دی او دویمه دا چې موږ دغو ناستو ته کوم اعتراض هم نه لرو، ځکه افغانان یو بل سره لیدو کاتو او تفاهم ته اړتیا لري. په دې درشل کې ښايي د لیدو اړتیا وي چې له دغو کسانو سره وویني، او دا په خپله کرزي صاحب پورې اړه لري.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي د لیندۍ په ۱۲مه، د متحده عربي اماراتو په نیت هېواد پرېښود. ښاغلي کرزي په دغه هېواد کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټوماس وېسټ سره کتلي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه