Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د افغانستان سیاست؛ هغه حکومت چې په رسمیت ونه پېژندل شو

افغانسان په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې له سیاسي انزوا سره مخ و. هېڅ هېواد د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو ته زړه ښه نه کړ.

په ۲۰۲۲ کال کې نه یوازې دا چې نړۍوالې ټولنې اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژنده، بلکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر ۱۳ سرپرستو حکومتي چارواکو د سفر بندیزونه هم وغځول شول.

د نوامبر پر ۱۰، ۱۱۶ هېوادونو په هغې غونډه کې چې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه، ۴۸ ماده ییز پرېکړه لیک تصویر کړ. 
          
په ملګرو ملتونو کې د افغانسان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ۱۴۰۱ کال د لړم ۲۰مه ویلي:«له طالبانو سره د ملګرو ملتونو اړیکه او تعامل د دغه پرېکړه لیک په پرمختګ او د موادو په تطبیق پورې اړه لري. د طالبانو په ژمنو او د ژمنو په عملي کولو پورې.»

اسلامي امارت په ځلونو ویلي دي، چې د رسمیت پېژندلو ټول شرطونه یې پوره کړي دي.
              
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګند کړي:«دلته د لوېدیځ لاس دی هغوی نه پرېږدي چې یو اسلامي حکومت په رسمیت پېژندل شوی وي او له هغه سره همکاري شوي وي.»

سره له دې، چې سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژندل شو، خو اروپايي ټولنې او د هند، متحده عربي اماراتو، روسیې، ازبیکستان، چین، پاکستان هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه فعال وساتل.
 
د چاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیماسا هایاشي ویلي:«اوس مهال په کابل کې د جاپان سفارت خپل محدود کارونه پېل کړي او لږ ترلږه اړین کارونه ترسره کوي.»

د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اکټوبر پرلسمه، یوې سرچینې طلوع نیوز ته تایید کړه، چې د اسلامي امارت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د امریکا د مرکزي استخباراتو د سازمان له مرستیال او د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره په دوحه کې وکتل خو د دغو دوو جګپوړو استخباراتي چارواکو د کتنې جزیات څرګند نه شول.

تر هغې وروسته، د ګوانټانامو او امریکا له زندانه د سرپرست حکومت دوه جګپوړي غړي خوشي شول. اسدالله هارون او بشیر احمد نورزی چې په حاجي بشر مشهور دی او د اسلامي امارت پخواني مشر ملامحمد عمرمجاهد ته نږدې کس و، د امریکا له زندانه خوشي شو او په بدل کې یې اسلامي امارت یو امریکایی وګړی خوشي کړ.

په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې افغانسان ته د هېوادونو د استازو تګ راتګ دوام درلود.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«چین د خپلو ګټو پر بنسټ افغانستان کې مخته تګ کوي، خو تر هغې چې یقین پيدا نه کړي حکومت ټول ګډونه شوی او نور هم  کې ونډه لري د افغانستان حکومت به په لومړي سره کې په رسمیت ونه پېژني.»

 د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد هم په همدې کال کې عربي متحده اماراتو ته سفر وکړ او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل. دغه هېواد ته د ښاغلي مجاهد سفر داسې مهال ترسره شو، چې تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي متحده عربي امارتو ته سفر کړی و.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم تر دوی دواړو وروسته دغه هېواد ته سفر وکړ.

د سیاسي چارو شنوونکي سنګر امیر زاده وویل:«تر ټولو ستر کار چې باید ترسره شي موږ یوه ستر سیاسي تفاهم ته ورسېږو.»

د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۲۰مه د اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو د سفرونو معافیت پای ته ورسېد. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سرپرست حکومت د غو چارواکو د سفرونو د معافیت د غځېدو په تړاو هوکړې ته ونه رسېده.

 د  ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اکټوبر پر ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د تګلارو له امله د اسلامي امارت اوسنیو او بهرنیو چارواکو ته د خپل هېواد وېزې بندې کړې.

په دغه کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ څوکۍ اسلامي امارت ته ونه سپارل شوه.
           
د ملګرو ملتونو باورلیک د صادرولو د کمېټې مشره  کارولین رودریګز بیرکټ ویلي:«موږ د افغانستان، لېبیا او میانمار د استازولیو په تړاو دوه ځلي مکاتبه لرله او کمېټې د دغو هېوادونو د استازولیو په تړاو ملاحظې وځنډولې.»

د جولای میاشتې پر نهمه هغه ټول قوانین چې د جمهوریت په دوره کې تصویب شوي وو، د سرپرست حکومت له لوري لغوه اعلان شول
              
د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله آخند زاده د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ ۱۸مه وویل:«هر هغه څه چې غیرشرعي دي او د خلکو په ګټه نه دي او ظالمانه حکومونه درج شوي دي موږ هغه ټول لغوه کوو او یوازې شرعي نظام جوړ وو.» 

د سرپرست حکومت تر ټولو مهمه غوښتنه د نړۍوالې ټولنې له لوري د دغه حکومت په رسمیت پېژندل دي، وبه لیدل شي چې نړۍواله ټولنه سږکال اسلامي امارت په رسمیت پېژني او کنه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه