Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ژمنه

د رياست الوزرا سياسي مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) له سیاسي مرستیال مارکس پوټزل سره د ټول‌ګډونه حکومت، د نجونو د کار او زده کړو او د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.

په‌دې لېدنه کې د رياست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د ټول‌ګډونه حکومت جوړولو ته ژمن دی.

مولوي عبدالکبیر وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې په حکومت کې د هر قوم او سیمې متخصص او ژمن شخصیتونو ته ځای ورکړي.

دریاست الوزراء دسیاسي معاونیت دتشریفاتو او مطبوعاتو رییس محمدحسن حقیار په‌دې اړه وايي: «په‌دې هڅه کې دي چې نور هم د هر قوم او هرې سیمې سره تړلي هغه کسان چې مسلکي، په کار پوه او وطن ته ژمن دي په امارت کې راګډ کړي.»

په‌دې کتنه کې مارکس پوټزل ويلي، له افغانانو سره د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام لري، خو یوناما په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار په اړه له اوسني وضعیت څخه راضي نه‌ده.

بل‌خوا د کانونو او پټرولیم وزیر ډاډ ورکوي چې د نجونو د کار او زده کړو ستونزه به هواره کړي.

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور زیاتوي: «علماء کرام چې کوم انداز د علم پېژني بل څوک یې نه پېژني. خبره د امر ثاني شوې ده او مونږ به انتظار کوو، انشاءالله ټول مشکلات حل کېږي.»

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي، چې په هېواد کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز به د هېواد پر وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

د سياسي چارو کارپوه محمد عمر نهضت وايي: «علماء کرام چې کوم انداز د علم پېژني بل څوک یې نه پېژني. خبره د امر ثاني شوې ده او مونږ به انتظار کوو، انشاءالله ټول مشکلات حل کېږي.»

د سياسي چارو کارپوه سید هاشم جوادي بلخابي وايي: «د تعلیم حق او د کار حق د شریعت له مخې د ټولنې د هرې طبقې په تېره بیا د ښځو د طبقې لپاره څرګند دی.  اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې ژر تر ژره دغه سیستم برابر کړي.»

کابو دوه اوونۍ کېږي چې په غيردولتي موسسو کې د ښځو کارونه ځنډېدلي او د سرپرست حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې یو شمېر مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه