Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوټزل پنجشېر ته د سفر پرمهال: افغانان له جګړو ستړي شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ سیاسي مرستیال پنجشیر ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د افغانستان خلک نور د جګړې غوښتونکي نه دي.

مارکس پوټزل د پنجشیر له والي سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان خلکو ته باید د ښه ژوند کولو فرصت ورکړ شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ سیاسي مرستیال، مارکس پوټزل و ویل: «زه په دې باور یم چې خلک له جګړو ستړي شوي دي او نور جګړه نه غواړي. باید ورته د انتخاب او د څرنګه ژوند کولو فرصت ورکړل شي.»

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکی همداراز ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د لا زیاتو مرستو لپاره اړتیا ده چې د اسلامي امارت ځینې فرمانونه لغوه شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ سیاسي مرستیال، مارکس پوټزل زیاته کړه: «مونږ د مثبتو مواردو شاهدان وو. په هیواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی، د فساد او نشه یي توکو د کښت د کمېدو شاهدان یو. مونږ دغه موارد ستایوو. مونږ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم وغوښتل چې یو متوازنه انځور وړاندې کړي. خو د ځینو فرمانونو لغوه کېدل کولای شي چې له مونږ سره د مرستې رسولو په برخه کې مرسته وکړي.»

د پنجشیر والي د دغې لیدنې پرمهال په دغه ولایت کې د نړۍوالو بشرپاله مرستو پر کمېدو نیوکه کوي.

د پنجشیر والي، محمد اغا حکیم و ویل: «پنجشیر تقریبا یو هیر شوی ولایت دی، زموږ هیله وه چې نړۍوال بنسټونه او د بشر حقونو مدافعین به پنجشیر ولایت ته پام ډېر کړي خو له بده مرغه داسې و نه شول.»

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه پنجشیر ولایت کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه