Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د سرپرستې کابینې د کار دوام

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیاراتګه د څه باندې شپاړس میاشتو په تېرېدو سره، تر اوسه کابینه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او رسمي کابینه نه ده اعلان شوې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، چې اوس مهال په هېواد کې چارې په عادي توګه دوام لري او د دې مسئلې د حل لپاره هم هڅې روانې دي.

ښاغلي کریمي وویل:«هر کله چې په یوه ځای کې سکتګي ووینوو د هغه په ډکولو کې هڅې ترسره کېږي.»

د سیاسي چارو ځيني شنونکي د اسلامي امارت له لوري د کابینې نه اعلانېدل د نړۍوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندلو سره تړلي ګڼي.
                     
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي:«تر ټولو مهم اصل دا دی چې موږ تراوسه نه یوو توانېدلي چې د سیاسي پلوه هغه سیاسي موضوعګانې چې له نړۍوالې ټولنې سره د خبرو اترو پراخ باب ولري چې هغوی د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او بله ستونزه د افغانستان په نامه جغرافیا د مدیریت لپاره د سیاسي انسجام نشتون دی.»

د پوهنتون استاد پرویز ستانکزی وايي:«اسلامي امارت چې هر څومره ژر اقدام وکړي ښايي د رسمیت پېژندلو قضیه ورته مهمه وي او ژر به په رسمیت وپېژندل شي.» 

اوس مهال ۲۵ وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي. له دې ټولو سره سره، یو شمېر شنونکي د رسمي کابینې معرفي کېدل د ښې حکومتولۍ په برخه کې ګټور کار ګڼي.

 د سیاسي چارو شنوونکی عبدالقادر قانع څرګندوی:«ژر تر ژره باید رسمي او دایمي کابینه چې هلته ټول افغانان ونډه ولري، د اسلامي امارت له لوري اعلان شي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د رسمي کابینې معرفي وخت ته اړتیا لري. ښاغلي مجاهد د شورا نه جوړېدل او د اساسي قانون نشتوالی د رسمي کابینې د نه معرفي کېدو لاملونه بللي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه