یو شمېر کتاب پلورونکي او چاپوونکي وايي، کابل ته د کتابونو واردات صفر ته رسېدلي دي.
دوی زیاتوي، د کتابونو د پلور بازار د پیکه کېدو له امله دغه برخه کې واردات صفر شوي دي.
د کتاب پلورونکو په وینا، سلګونه ټوکه سیاسي، اقتصادي او ټولنیز کتابونه ورسره پاتې دي.
د یوې چاپخونې کارکوونکی عقیل نوري وايي: «له بده مرغه په تېرو شپږو میاشتو ان په شاوخوا یو کال کې مو هېڅ کتاب نهدی وارد کړی، ځکه د کتابونو پلور بېخي راښکته شوی دی.»
د یوې بلې چاپخونې کارکوونکی سید جلال وايي: «پېرودونکي د کتابونو د پېرلو توان نهلري.»
په کابل کې د کتاب خپرونکو او کتاب پلورونکو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، د نجونو لپاره د ښوونیزو موسسو له تړل کېدو وروسته د کتاب پلورنې بازار نور هم پیکه شوی دی.
د جوی شیر د کتاب پلورونکو او کتاب چاپوونکو د ټولنې رییس محمد اکبر وايي: «د پخوا پرتله زموږ د کتابونو پلور کې بدلون راغلی دی، بنسټیز علت یې کم کارول دي، پهدې مانا چې پوهنتونونه او ښوونځي له دې کار نه اخلي.»
یو کتاب پلورونکی احمدزی وايي: «زموږ اتیا سلنه مشریان نجونې وې، اوس پوهنتونونه تړل شوي دي.»
د دوی په باور، اوس د کابل ښار په جوی شیر سیمه کې ډېر کم کتاب پېرېدونکي لېدل کېږي.
بلخوا یو شمېر زدهکړیالان وايي، دمګړۍ له ډېر بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او په وینا یې د کتابونو د پېرلو وس نهلري.
زدهکړیال روحالله وايي: «د خلکو اقتصاد راښکته شوی دی، ان دې کچې ته رسېدلی چې یو زدهکړیال د یوه کتاب د پېرلو توان نهلري.»
د کابل اوسېدونکی محمد قادر وايي: «کله چې پېسې نهوي، که یو کتاب په سل افغانۍ هم وي، پېرل یې ستونزمن دي.»
د کتابونو یو شمېر خپرندویې ټولنې او کتاب پلورونکي وايي، تر دې مخکې په هرو شپږو میاشتو کې څه باندې زر ډوکه ډول-ډول کتابونه له ایران او پاکستانه هېواد ته واردېدل، خو په وینا یې اوس دغه بهیر صفر ته رسېدلی دی.
په دې اړه مو اندونه