Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بهر کې د ګوندونو جوړولو ته د اسلامي امارت غبرګون

اسلامي امارت وايي، له هېواده بهر د ګوندونو جوړول د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه ده او هېواد اتحاد او اتفاق ته اړتیا لري.

ذبیح الله مجاهد  د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل له لوري د نوي جوړ شوي ګوند په غبرګون کې وايي چې دغو کسانو په دننه افغانستان کې خپل امتحان ورکړی دی.

رحمت الله نبیل تېره ورځ د «د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند» په نامه ګوند اعلان کړ. ښاغلي نبیل د دغه ګوند د اعلان پر مهال، ه نړۍوالې ټولنې، ګاونډیو هېوادونو او سیاسي څېرو وغوښتل چې د ملي بحث لپاره اقدام وکړي.

د غیر متمرکز نظام رامنځته کېدل، د دغه ګوند یو له موخو څخه دي.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د ګوندونو اعلان او د نهضتونو اعلان، د مسئلې حل نه دی، هغوی یو وارې تجربه شوي خلک دي. که سل ځلې هم خپل رنګ او پوښ بدل کړي افغانان هغوی پېژني، هغوی امتحان هم ورکړی او ګټه یې نه ده کړې، د افغانانو د درد او رنځ د اضافه توب هڅه باید ونه شي.»

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل هم څرګندوي:«له روان کړکېچه د وتلو لپاره او په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د ټاکل شویو استازو او د هېواد په پېښو کې دخیلو لوریو په ګډون د موسسانو د لویې جرګې په جوړولو کې ونډه اخیستل دي.»

د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته له هېواده بيرون یو شمېر ګوندونه او ډلې جوړې شوې دي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي، چې له هېواده بهر د ګوندونو اعلانول د افغانستان د وضعیت په ښه کېدو کې کوم اغېز نه لري.

د سياسي چارو کارپوه توريالی ځاځی وايي:«دغه ګوندونه یا ډلې ټپلې چې له هېواد څخه بهر جوړې شوي دي یا د جوړېدو په حال کې دي، دا ټولې هغه پېژندل شوې څېرې دي چې زموږ ولس یې په تمامه معنا پېژني. پر دوی باندې باور کول لویه تاریخي تېروتنه ده.»

تر دې دمه په افغانستان کې دري اویا سیاسي ګوندونو په بېلابېلو نومونو د عدليې وزارت له خوا رسمي جوازونه تر لاسه کړي دي، خو د دغو ګوندونو ډېری مشرانو افغانستان پريښی او اوس له هېواده بهر ژوند کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې له هېواده بهر د ګوندونو اعلانول د افغانستان د وضعیت په ښه کېدو کې کوم اغېز نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه