Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د شدیدې یخنۍ له امله د مړه شویو کسانو شمېر۷۰ تنو ته ورسېد

د هغو کسانو شمېر چې په تېرو اتو ورځو کې د شدیدې یخنۍ له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مړه شوي دي ۷۰ تنو ته ورسېد.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وایي چې د سړې هوا له امله څه باندې ۷۰ زره څاروي هم له منځه تللي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بیړنیو حالاتو د عملیاتي مرکز رییس مولوي عبدالله محمدي وايي:«د لومړنیو شمېرو پر بنسټ، په بادغیس، غزني، نیمروز، غور، پکتیکا، هرات، کندهار او فاریاب کې د سړې هوا او وارې اوردو له امله ۷۰ تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی او په بادغیس، سرپل، جوزجان، او فاریاب کې ۷۰ زره څاروي هم له منځه تللي دي.»

په همدې حال، یو شمېر هېوادوال وزګاري او بې وزلي د ژمي په موسم کې د مړینې د زیاتېدو اصلي لاملونه بولي او له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د اړمنو وضعیت ته رسېدنه وکړي.

د بامیان اوسېدونکی محمدامین خلیلي وویل:«په دغه ژمي کې چې فعلاً موږ یوو، هوا ډېره سړه ده او د خلکو اقتصادي وضعیت هم ډېر کمزوری دی، نو له نړۍوالې ټولنې، ځايي ادارې او له همکارو موسسو هیله کوو چې په دې برخه کې له خلکو سره جدي همکاري وکړي.»

د شبرغان ښار اوسېدونکې بي بي ګل هم وايي:«په دغې سړه هوا کې کار نشته، لوږه، بې وزلي او بې چاره ګي، پنځه، شپږ اولادونه، سړي هم بې کاره او په کار ناست دي.»

د فاریاب اوسېدونکی روح الله آرمان څرګندوي:«هغو مرستو ته چې د فاریاب خلک ورته اړتیا لري، په کلکه ضرورت لري او هغې ته یې هیلې وې، دم ګړۍ هیله کوو چې بېرته دې پيل کړي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وایي چې د مرغومي میاشتې د پیل راهیسي یې تر دې دمه په ټول هېواد کې د سړې هوا له امله زیانمن شویو پنځه زره کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.

یو شمېر هېوادوال وزګاري او بې وزلي د ژمي په موسم کې د مړینې د زیاتېدو اصلي لاملونه بولي او له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د اړمنو وضعیت ته رسېدنه وکړي.

تصویر بندانگشتی

د هغو کسانو شمېر چې په تېرو اتو ورځو کې د شدیدې یخنۍ له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مړه شوي دي ۷۰ تنو ته ورسېد.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وایي چې د سړې هوا له امله څه باندې ۷۰ زره څاروي هم له منځه تللي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بیړنیو حالاتو د عملیاتي مرکز رییس مولوي عبدالله محمدي وايي:«د لومړنیو شمېرو پر بنسټ، په بادغیس، غزني، نیمروز، غور، پکتیکا، هرات، کندهار او فاریاب کې د سړې هوا او وارې اوردو له امله ۷۰ تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی او په بادغیس، سرپل، جوزجان، او فاریاب کې ۷۰ زره څاروي هم له منځه تللي دي.»

په همدې حال، یو شمېر هېوادوال وزګاري او بې وزلي د ژمي په موسم کې د مړینې د زیاتېدو اصلي لاملونه بولي او له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د اړمنو وضعیت ته رسېدنه وکړي.

د بامیان اوسېدونکی محمدامین خلیلي وویل:«په دغه ژمي کې چې فعلاً موږ یوو، هوا ډېره سړه ده او د خلکو اقتصادي وضعیت هم ډېر کمزوری دی، نو له نړۍوالې ټولنې، ځايي ادارې او له همکارو موسسو هیله کوو چې په دې برخه کې له خلکو سره جدي همکاري وکړي.»

د شبرغان ښار اوسېدونکې بي بي ګل هم وايي:«په دغې سړه هوا کې کار نشته، لوږه، بې وزلي او بې چاره ګي، پنځه، شپږ اولادونه، سړي هم بې کاره او په کار ناست دي.»

د فاریاب اوسېدونکی روح الله آرمان څرګندوي:«هغو مرستو ته چې د فاریاب خلک ورته اړتیا لري، په کلکه ضرورت لري او هغې ته یې هیلې وې، دم ګړۍ هیله کوو چې بېرته دې پيل کړي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وایي چې د مرغومي میاشتې د پیل راهیسي یې تر دې دمه په ټول هېواد کې د سړې هوا له امله زیانمن شویو پنځه زره کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه