Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران یو ځل بیا د هلمند له سینده د خپلې حق ابې غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ایران نوي سفير په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې د هلمند له سينده د ایران د حق‌ابې په اړه خبرې کړې دي.

حسن کاظمي قمي وايي چې د افغانستان اوبه باید داسې مدیریت شي چې ضایع نه شي او د ایران د اوبو حق هم په کې خوندي شي.

حسن کاظمي قمي د روانې اوونۍ په پیل کې په رسمي توګه په کابل کې د ایران د سفیر په توګه خپل کار پیل کړ. هغه د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی هم دی.

بلخوا د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي حسن کاظمي قمي ته ډاډ ورکړی چې افغانستان د هلمند اوبو معاهدې ته ژمن دی.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، چې په دې کتنه کې د ایران سفير د هلمند له سيند څخه د خپل هېواد د حق‌ابې غوښتنه وکړه.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضياء احمد تکل وايي:«ښاغلي قمي وویل چې د اوبو اهمیت ته په پام سره، باید هڅه وشي اوبه داسې مدیریت شي چې ضایع نه شي او د ایران حق ورته ورسېږي.»

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، چې په دې کتنه کې امير خان متقي په کابل کې د ايران سفير ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان د هلمند د اوبو معاهدې ته چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوې ژمن دی.
د اوبو ځينې متخصصان وايي، چې افغانستان هر کال له ټاکل شوې اندازې ډېرې اوبه ايران ته ورکوي.

د اوبو متخصص نظيم سمون وویل:«هر کال د هماغه حق ابې په اساس باندې اوبه ورکول کېږي، او حتا په ځينو کلونو کې تر حق ابې زیاتې اوبه ورکړل شوې دي.»

د اوبو بل متخصص نجیب الله سدید هم وايي:«اړتیا ده چې د هلمند د اوبو کمسیاري بیا خپل کار پيل کړي او اوبیز کال تشخیص کړل شي.»

ایراني رسنيو خبر ورکړی، چې د ایران ولسمشر له خپل ځانګړي استازي او د بهرنيو چارو له وزير غوښتي، چې د هلمند له سينده د ایران حق ابه تعقيب او د سيستان او بلوچستان د اوسېدونکو اوبه پوره کړي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو تړون په ۱۳۵۱ کال کې د موسی شفیق او امیر عباس هویدا تر منځ لاسلیک شو، چې له مخې یې افغانستان باید په عادي اوبیز کال کې په هره ثانیه کې، شپږ ویشت متره مکعبه اوبه ایران ته ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه