واورې د کابل څېره بدله کړې او ټول ځایونه یې یو رنګ کړي دي؛ خو د واورې اورښت پر هېوادوالو بېلابېلې اغېزې لرلې دي.
ځينې بې وزله هېوادوال وايي چې واورې د هغوی ژوند ستونزمن کړی او ځينې نور د واورې له اورښت وروسته، په ژمنیو لوبو بوخت دي.
ماه جبین د شپږو اولادونو مور ده او له دوو اونیو راهیسې د کابل د واټونو پر غاړه توکي پلوري او له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي، خو اوس یې د واورې ورېدو کارو بار پیکه کړی دی.
ماه جبین طلوع نیوز ته وویل:«ورځ چې لمرینه وي سل روپۍ یا هم یونیم سل روپۍ پاتې کېږي د یخنۍ په ورځ کله اخلي (پېري) څوک نشته که چېرې څوک تېر هم شي هوا سړه ته او نه درېږي.»
محمد میر چې بوټونه رنګ وي وايي:«په واورینه ورځ مې هېڅ بوټونه نه دي رنګ کړي یوازې ناست یم. کله چې ورځ لمرینه وي، دوه، درې بوټونه رنګ وم او خلاص.»
بل خوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي د واورې اورېدو ته خوښ دي او وایي، چې د واورې په اورښت سره یې ورځې په خوښۍ تېرېږي.
د کابل اوسېدونکی حامد شهاب څرګندوي:«د واورې د توپونو ویشتل کوو، خوښي کوو د خوشحالۍ ورځ ده.»
ګرځنده عکاس نظر محمد هم طلوع نیوز ته وویل:«له شدیدو ګرمیو وروسته واوره ویني موږ ته مراجعه کوي او تفریح کوي.»
بل خوا، د کرنې او مالدارۍ خونه د واورې او باران اورېدل د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو لپاره ګټور ګڼي او په دې باور دي، چې اورښت به هېواد له وچکالۍ خلاص کړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وايي:«دا اورښت زموږ د بزګر د پانګې لامل کېږي موږ له هر څنګه اوبو ته احتیاج یوو، اوبو ته چې څومره لاسرسی وي په هماغه اندازه خپل کښت او کرنې ته دوام ورکوي.»
د میوه پلورونکو د اتحادیې رییس اختر محمد هم وویل:«زموږ پر بڼونو او ځمکو دې خدايي اوبه مساعدې شي چې وکړای شو د خپل هېواد کرنې ته وده ورکړو. زموږ صادارت وده وکړي.»
یو شمېر نړیوالو بنسټونو رپوټ ورکړی دی، چې په سږني ژمي کې افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژمي لپاره د چمتووالي او سون توکو د پېرلو توان نه لري.