Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګرېفېټس: افغانستان کې د ښځو د کار او زده کړو د بندیز پر پرېکړې دې غور وشي

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس وايي که‌چېرې د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو د کار او زده کړو د پرېکړو په هکله بیا غور ونه کړي،  ناورین به وزېږوي.
 
ښاغلي کرېفېټس چې د پاملرنې د نړۍوالې موسسې له رییسې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق دوو چارواکو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې حضور درلود د ښځو د کار بندیز د دغه سازمان د بشري مرستو پر پروګرام سخت ګوزار وباله.
 
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وویل:«دا په افغانستان کې د بشري مرستو پر ډېری پروګرامونو مرګونی بالقوه ګوزار دی او که طالبان په خپل فرمان کې استنثنا رانه ولي، ناورین به رامنځته شي.» 

بل خوا د پاملرنې موسسې رییسه د ښځو پر وړاندې د سرپرست حکومت د محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کوي.
                              
د پاملرنې د نړیولې موسسې رییسه سوفیا سپرېچمن سینیرو وايي:«د نورو ښځو د ملاتړ او ژغورنې لپاره د ښځو پر کار او په بشري فعالیتونو کې د هغوی پر حضور په بندیز سره به د نادولتي سازمانونو د لاسونو تړل د انسانانو د ژوند په بیه تمام شي او موږ د اوسنیو چارواکو د دغه حکم پر لغوه کېدو ټینګار کوي.»
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اجرایيه مرستیال او د پروګرامونو مدیر وایي، چې تر یو مېلیون زیاتې نجونې چې باید په منځنیو ښوونځيو کې یې زده کړې کړې وای، له درېیو کلونو راهیسې له زده کړو محرومې شوې دي.

د  ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اجراییه مرستیال عمر عبدي څرګندوي:«شمېرې اندېښمنوونکي دي، څه باندې یو مېلیون نجونې چې باید په منځنیو ښوونځيو کې یې زده کړې کولای، له درېیو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې دي. لومړۍ د کرونا وېروس او وروسته د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د بندیز له امله ښوونځيو ته نه دي تللي.»

ملګرو ملتونو راپور ورکړی دی، چې په افغانستان کې ۲۸ مېلیون تنه په بشري مرستو پورې تړلي دي او د ښځو پر کار کولو بندیز د مرستندویانو د مرستې رسونې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه