Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د پلاوي له لوري د امو سيند غاړو ته د زیانونو څېړنه

اسلامي امارت وایي چې د امو سیند غاړو ته به د مستحکم کارۍ او رغولو چارې پيل شي.

هغه پلاوی چې د امو سيند په څنډو کې د اوښتو زیانونو د څېړلو په موخه د هېواد شمال ته تللی و، د خپلو څېړنو پایلې یې نن (سې شنبې) په ډاګه کړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر ژمنه کوي چې د امو سيند د غاړو د رغونې چارې به پیل کړي او په لنډمهال کې یې د کار د پیل لپاره دوه مېلیارد افغانیو ته اړتیا ده.

نوموړي خبریالانو ته وویل:«زموږ تخنیکي او مسلکي ملګرو، اټکلي براورد کړی، نو اوس موږ لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه لرو، په اوږد مهال کې موږ شپږ مېلیارده افغانۍ اټکل شوي او لنډمهال لپاره دوه مېلیارده افغانۍ براورد شوي دي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وايي، چې د امو سيند په شاوخوا کې د استنادي دېوال د نشتوالي له امله د دغه سيند په غاړو ته پرتو پنځو ولایتونو کې زرګونه کورونه ویجاړ شوي او ځايي اوسېدونکي په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

دغه وزارت وايي، د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست زیاته کړه:«خیریه بنسټونو او مرسته رسوونکو او بشري بنسټونو ته بلنه ورکوم چې وخت یې دی او ځای یې دی چې ستاسو همکاري او پاملرنه او ستاسو خیریه بنسټونه هغه پلاونه چې په پام کې لري هغه پلاونه او موخې همدلته محقق دي.»

د دې پلاوي د غړو موندنې ښيي، چې د امو سيند د ځينو کانونو په ځانګړې توګه دغه سيند ته څېرمه د سرو زرو کانونه هم تر ګواښ لاندې راوستي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دغه کان کې شاوخوا دېرش ټنه سره زر اټکل شوي دي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت مرستيال ضیاالرحمن اریوبي څرګندوي:«سمتي سیمه کې د طلا یو لوی کان موجود دی تقریباً ۳۰ ټنه په دغه کان کې وجود لري، هغه کان د امو سیند د تخریباتو د تاثیر لاندې دی. نو موږ او تاسې به یې په اولویت بندۍ کې راولو.»

د امو سيند چې د بدخشان د پامير له غرونو سرچينه اخلي، ٢٤٠٠ کيلومتره اوږدوالی لري او شاوخوا ١٢٠٠ کيلومتره يې د افغانستان، تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان ترمنځ پوله ټاکي.
 
د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وايي، چې د امو سيند په شاوخوا کې د استنادي دېوال د نشتوالي له امله د دغه سيند په غاړو ته پرتو پنځو ولایتونو کې زرګونه کورونه ویجاړ شوي

تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت وایي چې د امو سیند غاړو ته به د مستحکم کارۍ او رغولو چارې پيل شي.

هغه پلاوی چې د امو سيند په څنډو کې د اوښتو زیانونو د څېړلو په موخه د هېواد شمال ته تللی و، د خپلو څېړنو پایلې یې نن (سې شنبې) په ډاګه کړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر ژمنه کوي چې د امو سيند د غاړو د رغونې چارې به پیل کړي او په لنډمهال کې یې د کار د پیل لپاره دوه مېلیارد افغانیو ته اړتیا ده.

نوموړي خبریالانو ته وویل:«زموږ تخنیکي او مسلکي ملګرو، اټکلي براورد کړی، نو اوس موږ لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه لرو، په اوږد مهال کې موږ شپږ مېلیارده افغانۍ اټکل شوي او لنډمهال لپاره دوه مېلیارده افغانۍ براورد شوي دي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وايي، چې د امو سيند په شاوخوا کې د استنادي دېوال د نشتوالي له امله د دغه سيند په غاړو ته پرتو پنځو ولایتونو کې زرګونه کورونه ویجاړ شوي او ځايي اوسېدونکي په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

دغه وزارت وايي، د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره نړۍوالو مرستو ته اړتیا ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست زیاته کړه:«خیریه بنسټونو او مرسته رسوونکو او بشري بنسټونو ته بلنه ورکوم چې وخت یې دی او ځای یې دی چې ستاسو همکاري او پاملرنه او ستاسو خیریه بنسټونه هغه پلاونه چې په پام کې لري هغه پلاونه او موخې همدلته محقق دي.»

د دې پلاوي د غړو موندنې ښيي، چې د امو سيند د ځينو کانونو په ځانګړې توګه دغه سيند ته څېرمه د سرو زرو کانونه هم تر ګواښ لاندې راوستي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دغه کان کې شاوخوا دېرش ټنه سره زر اټکل شوي دي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت مرستيال ضیاالرحمن اریوبي څرګندوي:«سمتي سیمه کې د طلا یو لوی کان موجود دی تقریباً ۳۰ ټنه په دغه کان کې وجود لري، هغه کان د امو سیند د تخریباتو د تاثیر لاندې دی. نو موږ او تاسې به یې په اولویت بندۍ کې راولو.»

د امو سيند چې د بدخشان د پامير له غرونو سرچينه اخلي، ٢٤٠٠ کيلومتره اوږدوالی لري او شاوخوا ١٢٠٠ کيلومتره يې د افغانستان، تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان ترمنځ پوله ټاکي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه