Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه په ریاست بدله شوه

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانونو د جواز ترلاسه کولو د لومړني پړاو ازموینې په پرانیسغونډه کې وايي، د ننګونو د له منځه وړلو او د مدافع وکیلانو د شکایتونو د اورېدو په موخه یې د مدافع وکیلانو ټولنه یې په ریاست بدله کړې ده.

د دغه وزارت سرپرست وایي چې په دې ازموینه کې ۵۸۰ کسانو د وکالت د جواز ترلاسه کولو لپاره ګډون کړی دی.

د عدليې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي وايي:«دغه انجمن په ریاست باندې بدل شو او د عدليې وزارت په تشکل کې منځته راغی. د دې هدف دا وه، چې هغه شکایتونه چې مدافع وکیلان يې لري له منځه ولاړ شي.»

د دغه وزارت سرپرست زیاتوي، چې مدافع وکیلان په خپلو کارونو کې خپلواک دي او له هېڅ ډول فشار سره مخ نه دي.

عبدالحکیم شرعي په دې غونډه کې زیاته کړه:«مدافع وکیل په خپل کار کې خپلواک دی. خپله د وکالت جواز لري او له موکل سره غږېږي او د هېچا تر فشار لاندې نه دي.»

د وکالت جواز غوښتونکی محمد فیصل بریال وايي:«زموږ غوښتنه دا ده، چې ازموینه شفاف وي او هغه کسان په کې بریالي شي، چې لیاقت يې ولري.»

د وکالت جواز بل غوښتونکی اکرم الدین هم څرګندوي:«هیله من یم، چې ازموینه کې درغلي ونه شي او د شفافې ازموینې له لارې کسان په کې هغه کسان چې استعداد لري بریالي شي.»

د عدليې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، تر اوسه پورې د ۱۳ سوه مدافع وکیلانو اسناد په شفاف ډول ارزول شوي او دغه وزارت د هغوی جوازونه نوي کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه