Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د داعش پر پټن‌ځای عملیات؛ درې تنه داعشیان وژل شوي

د استخباراتو عمومي ریاست وايي چې د کابل ښار په اتمه حوزه کې د داعش غړو پر پټن‌ځای د تېرې شپې په عملیاتو کې د دغې ډلې درې غړي وژل شوي او یو تن یې نیول شوی دی.

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دغه عملیات د دوشنبې له ماښام وروسته پیل شول او د شپې تر لسو بجو یې دوام وکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د دغو عملیاتو په پایله کې د هغوی ډېر کسان وژل شوي او ځينې نور یې د هغې ډلې بهرني وګړي هم ژوندي نیول شوي دي د هغوی پټن‌ځای په بشپړه توګه ویجاړ شوی، عملیات د شپې تر لسو بجو دوام درلود، ځکه چې سیمه ګڼ مېشتې وه عملیات په احتیاط مخته تلل.»

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، دغو کسانو د کابل ښار په ځينو وروستیو بریدونو کې لاس درلود.

دغو عملیاتو د سیمې کورونو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

د سیمې اوسېدونکی سادات وايي:«د ماښام پنځه نیمې بجې وې چې امنیتي ځواکونه راغلل او دلته یې عملیات پیل کړل او داعشیان یې چې په دغه کور کې یې ژوند کاوه ونیول.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، داعش ډله لا هم په افغانستان کې شتون لري او که امریکا له دې سیمې ګواښل کېږي، واشنګټن به یې پر وړاندې اقدامات وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرايس څرګندوي:«ولسمشر بایډن ژمنه کړې چې پر داعش تمرکز وکړي. او که اړتیا وي، او که له هغه ځايه امريکا ته کوم ګواښ پېښ شي؛ نو پر وړاندې به یې اقدام وکړي.»

د اسلامي امارت ویاند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې په افغانستان کې داعش ډلې ماته خوړلې ده.

ذبيح الله مجاهد وايي د اسلامي امارت ځواکونه د داعش پر ضد جنګیږي او د نورو هیوادونو ملاتړ ته اړتيا نه ليدل کېږي.

جنت فهيم چکري د سياسي چارو کارپوه وايي:«اسلامي امارت باید ډېره پاملرنه وکړي د افغانستان د امنیت د تامین لپاره او د افغانستان د خلکو د ارامښت لپاره باید ډېره پاملرنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې داعش ډلې په کابل کې د پاکستان پر سفارت، د چینايي اتباعو پر مېلمستون، د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو او یو شمېر نورو ځایونو د بریدونو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه