Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستیو نږدې دوو کلونو کې د څه باندې ۲۵ ځانمرګو بریدګرو نیول کېدل

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په وروستیو نږدې دوو کلونو کې یې په کابل، کندهار، مزارشریف، بدخشان او ځينو نورو ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په پایله کې ۲۵ ځانمرګي بریدګر چې پر عامه ځایونو یې د برید هوډ درلود، نیولي دي.

که څه هم د دغه وزارت ویاند په دې تړاو چې دغه کسان په کومې ډلې پورې اړوند دي، څه نه وایي، خو ټینګار کوي چې د نیول شویو کسانو له ډلې ۱۵ هغه یې پاکستانیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکله وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت کشفي، استخباراتي او څېړنیزو ځواکونو خپل کشفونه لرل او مجرمین یې نیولي چې څه باندې ۲۵ کسانو غوښتل دلته ځانمرګي بریدونه وکړي هغوی نیول شوي دي.»

عبدالمتین قانع دغه راز زیاتوي، چې د اسلامي امارت له بیا راتګ وروسته له تاجیکستان او ازبیکسان سره پر ګډو پولو د توغندیو د توغولو د دوو پېښو مخنیوی هم شوی دی.

ښاغلی قانع څرګندوي:«غوښتل یې چې د افغانستان له خاورې له تاجیکستان او ازبیکستان سره په پوله بریدونه ترسره کړي چې موږ د پېښې مخه له پېښدو مخکې ونیوله. »

په دې لړې کې ځیني شنوونکي پر دې باور دي، چې د امنیت ضد پېښو مخنیوی پر اسلامي امارت د خلکو او ګاونډيو هېوادونو باور زیاتولای شي.

د نظامي چارو شنوونکی صادق شینواری وايي:«له ګاونډیو هېوادونو سره د نړۍوالو قوانینو او ډپيلوماټيکو اړیکو پر بنسټ د اړیکو او ګاونډيتوب ساتنه یو اصل ګڼل کېږي، په دې درشل کې د افغانستان له خاورې باید ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه د خپلو پولو د تامین په هکله ډاډمن وي.»

د نظامي چارو بل شنوونکی اختر راسخ هم څرګندوي:«د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد استفاده نه شي.»

د کورنیو چارو وزارت یوځل بیا ټینګار کوي، چې امنیتي ځواکونه په ۲۴ ساعته ډول د امنیت پر ټيګښت بوخت دي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې کورنی او سیمه‌ییز امنیت ګډوډ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه