Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د داعش پراخ حضور په هکله د ګډ امنیتي تړون سازمان اندېښنه

د ګډ امنیتي تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر ۶۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

اناتولي سیدوروف په یوې خبري ناسته کې ويلي، چې له څلورو زرو څخه زیات دغه جنګیالي له تاجیکستان سره پولې ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.

د ګډ امنيتي تړون سازمان د ګډو ځواکونو مشر اناتولي سیدوروف ویلي:«په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د پام وړ زیاتوالی موندلی، چې له څلور زرو څخه زیات جنګیالي یې د تاجیکستان په جنوبي پولو کې د بدخشان، کندوز او تخار ولایتونو کې مېشت دي.»

له بلخوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د داعش د زياتېدو خبره ردوي.

امیرخان متقي وايي، داعش ډلې په افغانستان کې ماته شوې او باید په دې اړه له بې اساسه تورونو ډډه وشي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«موږ دا خبره دوی ته واضح کوو، که په افغانستان کې که یو داعشي چېرته سر پورته کوي هغه به په سر وهل کېږي لکه موږ او تاسې یې وینوو، څه معنا چې داسې په زرګونه تنه په یوځای کې وي، څوک به پرې خبر نه وي، هر څوک کولای شي وې ګوري له موږ سره دې کېني مفاهمه ورسره کوو، ولې تورونه دې څوک نه لګوي.»

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې داعش د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی. هغه د داعش پر وړاندې همکاري د راتلونکو اړیکو مهمه برخه بللې ده.

ښاغلي خلیلزاد د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی او ويلي يې دي، چې دغه تړون د خلکو او نړۍوالې ټولنې ټولې اندېښنې رفع کوي.

د سياسي چارو کارپوه توريالی ځاځی څرګندوي:«که غواړي چې دا هېواد او ا ولس له دغو ټولو غمیزو څخه وژغوري دوی باید له نړۍوالو سره یو تفاهم وکړي، ترڅو نړۍوال وکولای شي، د دوی مشروعیت ومني.»
 
که څه هم کله ناکله یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د داعش وسله والو له شتون او زیاتوالي اندېښنه ښيي، خو په وروستیو څو میاشتو کې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دغې ډلې پر پټن‌ځایونو د اسلامي امارت له خوا عملیات شوي دي.

د اسلامي امارت په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې د دغې ډلې د ډېرو بریدونو مخه نیول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه