Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم دروازې تړل کېدل او پر ډيورنډ فرضي کرښې نښته

ننګرهار کې د تورخم دروازې تر تړل کېدو وروسته، پر ډيورنډ فرضي کرښه وسله واله نښته شوې او دواړه لوري لا هم د دروازې د پرانيستلو په هکله سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

له دغې وسله والې نښتې وروسته په تورخم ښارګوټي کې ډېری هټۍ تړل شوي او لا هم ځينې ناروغان د دروازې پرانیستو ته په تمه دي.

سيمه ييز مسوولين وايي، د دروازې د تړل کېدو پرېکړه يې وروسته له هغې وکړه چې پاکستاني لوري د افغان ناروغانو د لېږد په برخه کې کړې ژمنې ماتې او له ناروغانو سره یې د پایوازانو پر تګ بنديز ولګاوه.
           
تورخم ښارګوټي کې د سرحدي پولیسو د کشف مسوول کريم الله آغا په دې هکله وايي:«جنګ چې وشو، هغه په هغو لوړه سیمه وشو (پوستو ته اشاره) چې هلته دوه پوستې دي یوه د پاکستان د پوځيانو ده د صفر دو په نامه، او بله زموږ د دفاع وزارت ده چې د خبیر په نامه ده. د دغو دوو ترمنځ په ناڅاپي توګه سهار لس کم اوه بجې جګړه پیل شوه او ده ساعته یې دوام وکړ.»

ورته مهال د دروازې تړل کېدو ځينې ناروغان اندېښمن کړي او له دواړو لوريو غواړي چې په دې برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.

ناروغ نجیب الله وویل:«باید په پاکستان باندې فشار راولي چې مریضان پرېږدي له مریضانو سره یو نفر او دوه نفره پرېږدي. پاکستان په خپله له موږ سره ناجایزه کوي، زیاتی کوي.»

بل ناروغ عبدالمالک سمسور هم وايي:«په توافق نامه باندې باید که پاکستان وي او که افغانستان وي عمل وکړي او دا توافق نامه پلي کړي کوم مریضان چې د ورځې ۱۰۰ یا ۱۵۰ دي او هغه څه یې چې په توافق نامه کې لیکي دي هغه مریضان په ازادانه ډول پرېږدي.»

اخوا د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د دروازې تړل د دواړو هېوادونو په زیان بولي.

په همدې حال، د باروړونکو لاريو ځينې موټرچلوونکي هم د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، که دروازه ژر تر ژره پرانه نیستل شي، نو دوی ته به مېلیونونه افغانۍ زیان ورسېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی په دې هکله طلوع نیوز ته څرګنده کړه:«واقعاً چې دا د دواړو هېوادونو په زیان دی، د صادراتو او وارداتو وخت دی، موږ د پاکستان له لارې ټرانزیټ کوو، له پاکستان سره کورنۍ تجارت لرو.»
             
تورخم کې موټر چلوونکي ایوب خان وویل:«د تورخم په بندر کې چې کله دروازه بندېږي، زموږ ډېر زیات تاوان دی، زیان دی. زموږ ټرانسپورټ ته هره ورځ ۵۰ لکه ۶۰ لکه تاوان رارسېږي.»   
          
تورخم کې بل موټر چلوونکی لعل محمد شاه هم وايي:«تاوانونه رارسېږي ته په خپله سوچ وکړه چې کوم ګاډۍ سبزي بار کړي او هغه سبزي په لاره کې خرابه شي نو څېښتن ته یې لوی نقصان رسوي.»

تر دې وړاندې د کندهار په سپين بولدک او د پکتيا په ډنډپټان ولسواليو کې هم څو ځله له اوښتونکو مسافرو سره د ناسم چلند له امله د دواړو لوريو تر منځ وسله والې نښتې رامنځته شوې او دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مسوولان اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری، بسته شدن گذرگاه تورخم را به زیان کابل و اسلام‌اباد می‌دانند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه