Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تورخم دروازې په بشپړه توګه پرانیسته او د ستونزو د حل لپاره د پاکستان ژمنه

د ننګرهار ځايي چارواکي وایي، د تورخم دروازه نن سهار د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

دغه دروازه چې شپږ ورځې وړاندې تړل شوې وه، تېره ورځ په مشروط ډول پرانیستل شوه، خو ځایي چارواکي وایي، نن یې ځکه په بشپړ توګه پرانیستله چې پاکستاني لوري د شته ستونزو پر حل هوکړه کړې ده.
          
د تورخم کمیسارۍ مسوول محمد صدیق خالد وايي:«پرون پاکستاني چارواکو سره موږ یوه جلسه درلوده، په هغې جلسه کې دغه پرېکړه وشوه چې دروازه به خلاصېږي ان‌شاالله، د اینده لپاره به دغه ستونزې او مشکلات ان‌شالله نه رامنځته کېږي.»

په همدې حال پر تورخم دروازه له دواړو خواوو تلونکي مسافر او موټر چلوونکي د دروازې پرانیستو ته خوښ دي خو غوښتنه یې دا ده چې په راتلونکي کې د دې ستونزې دایمي حل پیدا او د دروازې پر تړل کېدو د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري اغېرمنه نه کړي. 
          
مسافر امان الله شیګلی وايي:«که هرڅومره لانجې چې پیدا کېږي دا لار باید دوی بنده نه کړي، ځکه دا لار د دواړو طرفونو لپاره د خیر او فایدې ده، یو مریضان دي او بل تجارت دی، دا ټول په ټپه درېږي چې دا لار بنده شي.» 
                   
مسافر اسدالله هم وویل:«تقریباً دا څو ورځو راهیسې ما غوتل چې افغانستان ته راشمه؛ خو د لارې د بندېدو له امله مې ونه شوی کړای چې افغانستان ته راشمه، نن دا دی لار خلاصه شوې ده او موږ راغلو.»
                  
موټر چلوونکی داوود افغان وايي:«دې کې ډېر نخصانونه هر چا ته ډېر زیانونه دي ټرانسپورټرانو ته تجارانو ته.»
            
اخوا سوداګر وایي، په تېرو شپږو ورځو کې د دروازې د تړل کېدو له امله دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي او سوداګري یې ورسره تر ډېره اغېزمنه شوې ده. 
      
د باروړونکو لاریو ټولنې استازی بشرمل اتمانزی وايي:«افغاني تجار کم توان کړی وي په دې شپږو ورځو کې له ۹۰زره ۱۰۰ زره څخه بره دی موږ باندې صرف ډيټنشن راغلی دی.»
   
د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې استازی ډاګټر مخلص احمد هم څرګندوي:«د لاریو توقف او همدارنګه په خپله مارکېټ کې د نرخونو زیاتوالی دا ټول هغه زیانونه دي چې موږ ته مواجه دي.»          

د تورخم دروازه تېرې يکشنبې په ماښام د افغان لوري له خوا له دې امله وتړل شوه چې پاکستاني لوري د ناروغانو د لېږد په برخه کې په کړو ژمنو عمل نه کوي او ګڼې ستونزې يې راپورته کړې دي.

له دواړو خواوو تلونکي مسافر او موټر چلوونکي د دروازې پرانیستو ته خوښ دي خو غوښتنه یې دا ده چې په راتلونکي کې د دې ستونزې دایمي حل پیدا او د دروازې پر تړل کېدو د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري اغېرمنه نه کړي.

تصویر بندانگشتی

د ننګرهار ځايي چارواکي وایي، د تورخم دروازه نن سهار د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

دغه دروازه چې شپږ ورځې وړاندې تړل شوې وه، تېره ورځ په مشروط ډول پرانیستل شوه، خو ځایي چارواکي وایي، نن یې ځکه په بشپړ توګه پرانیستله چې پاکستاني لوري د شته ستونزو پر حل هوکړه کړې ده.
          
د تورخم کمیسارۍ مسوول محمد صدیق خالد وايي:«پرون پاکستاني چارواکو سره موږ یوه جلسه درلوده، په هغې جلسه کې دغه پرېکړه وشوه چې دروازه به خلاصېږي ان‌شاالله، د اینده لپاره به دغه ستونزې او مشکلات ان‌شالله نه رامنځته کېږي.»

په همدې حال پر تورخم دروازه له دواړو خواوو تلونکي مسافر او موټر چلوونکي د دروازې پرانیستو ته خوښ دي خو غوښتنه یې دا ده چې په راتلونکي کې د دې ستونزې دایمي حل پیدا او د دروازې پر تړل کېدو د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري اغېرمنه نه کړي. 
          
مسافر امان الله شیګلی وايي:«که هرڅومره لانجې چې پیدا کېږي دا لار باید دوی بنده نه کړي، ځکه دا لار د دواړو طرفونو لپاره د خیر او فایدې ده، یو مریضان دي او بل تجارت دی، دا ټول په ټپه درېږي چې دا لار بنده شي.» 
                   
مسافر اسدالله هم وویل:«تقریباً دا څو ورځو راهیسې ما غوتل چې افغانستان ته راشمه؛ خو د لارې د بندېدو له امله مې ونه شوی کړای چې افغانستان ته راشمه، نن دا دی لار خلاصه شوې ده او موږ راغلو.»
                  
موټر چلوونکی داوود افغان وايي:«دې کې ډېر نخصانونه هر چا ته ډېر زیانونه دي ټرانسپورټرانو ته تجارانو ته.»
            
اخوا سوداګر وایي، په تېرو شپږو ورځو کې د دروازې د تړل کېدو له امله دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي او سوداګري یې ورسره تر ډېره اغېزمنه شوې ده. 
      
د باروړونکو لاریو ټولنې استازی بشرمل اتمانزی وايي:«افغاني تجار کم توان کړی وي په دې شپږو ورځو کې له ۹۰زره ۱۰۰ زره څخه بره دی موږ باندې صرف ډيټنشن راغلی دی.»
   
د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې استازی ډاګټر مخلص احمد هم څرګندوي:«د لاریو توقف او همدارنګه په خپله مارکېټ کې د نرخونو زیاتوالی دا ټول هغه زیانونه دي چې موږ ته مواجه دي.»          

د تورخم دروازه تېرې يکشنبې په ماښام د افغان لوري له خوا له دې امله وتړل شوه چې پاکستاني لوري د ناروغانو د لېږد په برخه کې په کړو ژمنو عمل نه کوي او ګڼې ستونزې يې راپورته کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه