Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زده‌کړو او کار ته د نجونو او ښځو پر ستنېدو د توماس وېسټ ټینګار

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د تېر حکومت د مشرانو جرګې له رییس فضل هادي مسلمیار سره په ټلېفوني خبرو اترو کې د نجونو د ښوونځيو پر پرانیستو او د ښځو پر کار او زده کړو ټینګار کړی دی.

توماس وېسټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د تېر حکومت د مشرانو جرګې له رییس سره یې، د افغانستان د روانو چارو او په ځانګړې توګه د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل د اړتیا په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې، په دې خبرو کې ښوونځيو ته د نجونو پر بېرته ستنېدو هم ټینګار شوی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي:«په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت، ښوونځیو ته د نجونو او کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو او همداراز د افغانانو تر منځ د خبرو د اړتیا په تړاو مو خبرې وکړې دي.»

د سیاسي چارو شنوونکې زهره مجددي هم څرګندوي:«تعلیم او تربیه پر ښځې او نر فرض دی، پر دې هر مسلمان باید پوه شي.»

د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده. په کابل کې ځينې زده کوونکې له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو متوسطې او لېسې هم په ۱۴۰۲ کال کې پرانیزي.

د یولسم ټولګي زده کوونکې مروه وايي:«د اسلامي امارت چارواکي راتلوونکې میاشت د هر کال په څېر، دا اعلان کړي چې ښوونځي د ټولو نجونو پر مخ پرانیستل شي او موږ وکړای شو له خپلو ټولو ملګرو او ټولګي‌‌والو سره بېرته ښوونځي ته ولاړ شو.»

د دولسم ټولګي فارغه حسنا هم زیاتوي:«له اسلامي امارته زموږ هیله دا ده چې کانکور اعلان کړي او د نجونو ښوونځیو ته هم فورمې ووېشل شي.»

له دې سره سم، اسلامي امارت وايي، هڅې روانې دي چې، د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار زمینه برابره شي.
 
له څه باندې ۵۰۰ ورځو راهیسې زرګونه زده کوونکې نجونې ښوونځيو ته له تګه پاتې دي او په تمه هم دي چې، ښوونځي یې پر مخ پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه