څه کم ۷۰ زره په نشهيي توکو روږدي چې ۶۰ تنه ښځې هم په کې شاملې دي، په څه باندې وروستۍ یوې میاشت کې له ټول هېواده راټول کړل شوي دي.
ډېری دغه روږدي کسان چې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، وايي چې د بې وزلۍ او بې کارۍ، کورنیو اختلافونو، او له رږدو ملګرو سره ناستي په نشهيي توکو روږدي کړي دي.
افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د نشهيي توکو د تولید تر ټولو ستر تولیدونکی بلل شوی. که څه هم په هېواد کې د روږدو کسانو د شمېر په هکله کره شمېر د هېڅ کورني او بهرني بنسټ له لوري په واک کې نشته؛ خو ویل کېږي په ټول افغانستان کې کابو پنځه مېلیونه تنه په نشهيي توکو روږدي دي.
کابل کې د نورو ولایتونو پرتله په نشهيي توکو د ډېرو روږدو کوربه دی. پل سوخته، په تېرو دوو لسیزو کې په پلازمېنه کې د نشهيي توکو د پلور او پېر تر ټولو ستر مرکز وو.
له دغو کلونو وروسته، د پل سوخته لاندې د لومړي ځل لپاره د سرپرست حکومت له لوري د روږدو له وجوده پاک شو.
د کابل ښاروالۍ د دغه ځای د پاکولو کار له اوونیو راهیسې پيل کړی دی.د کابل ښار د پنځمې ناحیې چارواکي وايي چې د پل سوخته له لاندې تراوسه ۶۰ مړي رایستل شوي دي.
د کابل ښاروالۍ اوس غواړي چې پل سوخته په شینې سیمې بدله کړي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:«اوه یا اته ورځې وروسته د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیلېږي چې د هغې سیمې د سمسورتیا لپاره پياوړي تدابیر هم په پام کې نیول شوي دي.»
که څه هم پل سوخته د روږدو له شتونه پاک شوی؛ خو جمیله د خپل شل کلن په لټه کې ده چې یو وخت یې د دغه پله لاندې شپې او ورځې سبا کولې.
د روږدي کس مور جمیله وايي:«په خپل زوی پسې ګرمه، چې چېرته بستر دی یا نه دی، ایا مړ دی که ژوندی؟»
له نشهيي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت د شمېرو پر بنسټ، چې له ټول هېواده څه باندې ۷۰ زره معتادان راټول کړل شوي چې له دې منځه ۵۰ تر ۶۰ تنه یې ښځې دي.
شپږ زره معتادان چې د کابل ښار له بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه له پل سوخته راټول کړل شوي، د زر بستر روغتیايي مرکز او د ښځو او ماشومانو د درملې مرکز ته لېږدول شوي دي.
شاهین دوه ویشت کاله عمر لري او د لوګر په یوې مدرسه کې یې زدهکړې کړې دي. هغه تر پل سوخته لاندې ژوند کاوه او پودر او شیشه یې استفاده کوله. شاهین وايي چې پنځه کاله مخکې د ناامنۍ له امله یې خپل کور او کهول پرېښود او کابل ته راغی.
شاهین د طلوع نیوز خبریالې ته وویل:«له لوګره کابل ته راغلم هلته یې په کور ډېره چاپه وهله په تنګ شوم. دلته مې څوک نه لرل او کله ناکله له ملګرو سره پل سوخته ته تللم او یو لوګی شیشه مې وهله او پودر ته ورسېدم.»
په نشهيي توکو یو بل روږدي فیاض هم وايي:«لومړی د پودر معتاد شوم، وروسته مې له نااهلو ملګرو سره شیشه ووهله. پوه نه شوم چې دومره زیان لري.»
ځينې مېرمنې وې چې یو وخت به یې خپلې شپې او ورځې د پل سوخته لاندې تېرولې؛ خو اوس روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوې دي.
صدیقه چې ایرانۍ او خاوند یې افغان دی، پنځه ماشومان لري او د خپل د روږدېدو عمر ۲۵ کلن یادوي.
هغه طلوع نیوز ته وویل:«۲۵ کاله کېږي چې روږدې یم ۲۲ ځلې مې دلته درملنه شوې د یوه موږ او پشکې د لوبې په څېر راشه، ولاړ شه. نه حکومت جوړېږي او نه موږ جوړېږو.»
د هغو کورنیو په منځ کې چې په نشهيي توکو روږدي شوي، ماشومان یې هم د روږدي کېدو له خطر سره مخ دي. درې وروڼه چې مور یې په یوه روغتیايي مرکز کې بستر شوې ده، د کورنۍ په رضایت لا هم په دغه مرکز کې اوسېږي ترڅو روزنتون ته وسپارل شي.
روږدي ماشوم ساحل وویل:«زه په خپله روزنتون ته راغلم د خپل ورور په خاطر، هغه یې روزنتون ته بیوه.»
د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې د ۱۵۰ بستریز مرکز مسوولان وايي چې دمګړۍ ۲۶ ماشومان تر درملنې لاندې دي او ځينې ماشومان د دوی د کورنیو سره په مشوره روزنتونونو ته سپارل کېږي.
د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې د ۱۵۰ مرکز ناظمه، ډاکټره شایسته وايي:«داسې ماشومان هم لرو چې کورنۍ یې وايي چې هغوی دې له تاسو سره وي، ځکه کورنۍ پوهېږي چې د دوی مور او پلار هم روږدي دي او وايي چې دوی دې همدلته وي او تاسې هغوی په روزنتون کې شامل کړئ، موږ یې درملنه کوو.»
د نشهيي توکو د پرېښودو لپاره ۴۵ ورځو ته اړتیا ده. په دغو ۴۵ ورځو کې د درملنې دوه پړاوونه لري؛ له زهرو پاکېدل لومړنی پړاو دی چې روږدي کسان له نشو لېرې کېږي او په دویم پړاو کې چې بیاځلې ژوند نوم لري، په بېلابېلو څانګو کې روزنه ویني.
ډاکټر عبدالمجید مینهوال په دې هکله وايي:«ناروغان لومړی ګورو، هغه ناروغان چې وضعیت یې خراب وي جلا کوو، او عادي ناروغان هره ورځ چک کوو.»
په نشو روږدي د اعتیاد دروې د جالبو خاطرو کیسې کوي. فضل احمد چې د درملنې په لومړي پړاو کې دی، وايي چې درې میاشتې د پل سوخته لاندې و او خپل ډېر وخت یې له سپیانو سره تېر وه.
د روږدو کسانو په منځ کې، ځينې لوستي ځوانان هم موجود دي.
احمد ذکي د ودانۍ انجنیر و؛ خو د نشو د استفادې له امله، خپل کار و بار یې له لاسه ورکړ. احمد ذکي وايي چې په لیلیه کې یې په نشو روږدي شو او اوس غواړي چې د نشهيي توکو کارول پرېږدي.
هغه وویل:«موږ له ودانیزې دندې چې لرله، په ولایت کې مې ډېره ښه دنده لرله، له خپلې دندې ډېر خوشحاله او راضي وم، ونه توانېدم چې د اعتیاد په دوره کې خپله دنده سرته ورسوم.»
سرای شمال یوه بله هغه سیمه ده چې په نشو روږدي شپې او ورځې په کې تېروي؛ خو اوس هم یو کم شمېر معتادان په دې ځای کې لیدل کېږي.
په دې منځ کې داسې روږدي کسان هم شته چې په ځلونو یې درملنه شوې؛ خو د هغوی د بیاځلې روږدي کېدو علت څه دی؟
د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینیت وايي چې د روږدو د درملنې په ۵۰۰۰ بستریز مرکز کې یې په یوه وخت ۶۰۰ روږدو ته د مسلک او کسب زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
پوښتنه دا ده چې له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت به نشهيي توکو ته د روږدو بیا مخه کول او په واټونو کې د هغوی د راټولېدو مخنیوی به څه ډول وکړي؟
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین عبدالحق اخند همکار وايي:«موږ هره ورځ شرایط سخت او ستونزمن کوو چې په افغانستان کې حتا ی ګرام نشهيي توکي هم پيدا نه شي، همدا ډول هغه کسان چې مواد پلوري دوه ورځې مخکې هم پر هغوی عملیات لرل، خبر شوي به یاست موږ په ډېرو سیمو کې عملیات کړي کوچني قاچاق کوونکي او د نشهيي توکو پلورونکي مو ونیول.»