Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خصوصي پوهنتونونو او بنسټونو کې د نوم‌لیکنې کمېدل

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ټولنه په تحصیلي بنسټونو کې د زده کړیالانو د نوم لیکنې د بهیر له کموالي اندېښمنه ده.

د دې ټولنې د رسنیو دفتر مسوول وايي، د تېر کال په پرتله سږکال د هېواد په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د محصلینو د شاملېدو کچه له ۶۰ تر ۷۰ سلنې کمه شوې.

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د رسنیو دفتر مسوول محمد کریم ناصري وايي:«په عمومي ډول که ووایو، له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې په نوم لیکنه کې کموالی راغلی دی، چې مخکې له دې کچې ډېرو کسانو نوم لیکنه کوله.»

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو یو شمېر مسوولین زیاتوي، چې وروستیو بندیزونو د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو پر فعالیتونو منفي اغېز کړې ده.

د دعوت پوهنتون مشر شېر علي ظریفي هم څرګندوي:«زموږ پر فعالیتونو باندې یې منفي اغېز کړې دی، ځکه موږ له دوه ځایه عاید ترلاسه کول اوس له یو ځایه راځي، که دا لړۍ دوام وکړي، نو اداره به مو کوچنی کېږي او استادان به هم کمېږي.»

د پوهنتونونو ځیني استادان وايي، د پوهنتونونو تړل، په منځنیو او لېسو کې د زده کړو له دوام د نجونو محروم کېدل او بې وزلي د دې لامل شوي، چې ځوانان نه شي کولای خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د پوهنتون استاد فضل هادي وزین وویل:«اسلامي امارت باید د نجونو پر وړاندې پوهنتونونه خلاص کړي او له سختو سیاستونو پرهیز وکړي او زده کړیالانو ته اجازه ورکړي، چې زده کړې وکړي.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي څرګندوي:«که چېرې په هېواد کې یو د باور او اعتماد فضاء جوړه شي، نو ان شاءالله پوهنتونونو ته به د تګ انګیزه او د درس ویلو لپاره د ځوانانو اراده قوي کېږي.»

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اطلاعاتو پر بنسټ، که د ښځو پر زده کړو محدودیتونه لرې نه شي، په هېواد کې به څلوېښت خصوصي پوهنتونونه وتړل شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه