اسلامي امارت وايي چې د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې د داعش پر یو پټنځای د عملیاتو په پایله کې د دغې ډلې دوه غړي وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، دغې ډلې ویجاړونکی پلان درلود چې موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه یوړل شول.
نوموړی زیاتوي چې د دغو عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او یو بل يې ژوندی نیول شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي زیاته کړه:«تېر ماښام د اسلامي امارت ځواکونو د کابل ښار خیرخانې اړوند ذاکرین ښارګوټي کې د داعشیانو په یوه پټنځای عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې يې دوه داعشیان ووژل شول او یو ژوندی ونیول شو. دغه راز یو شمېر وسلې او مهمات هم د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.»
په همدې حال کې د دې سیمې د ګذر وکیل او ځينې اوسېدونکي زیاتوي، دغه کسان له اته میاشتو راهیسې دلته په کرايي کور کې اوسېدل.
د دوی په خبره، د اسلامي امارت د ځواکونو په عملیاتو کې د سیمې اوسېدونکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د سیمې د ګذر وکیل زین الله وايي:«دغو خلکو تقریباً له اته میاشتو راهیسې په کرايي کور کې ژوند کاوه، چې د دغه کور مالک کور په کرایه ورکړی و، موږ يې هم نه و خبر کړی او دغه یو کس به يې په زرنج کې تګ او راتګ کاوه، چې زه په مارکیټ کې کار کوم.»
د سیمې بل اوسېدونکی ذبیح الله هم زیاتوي:«موږ ته مالي زیان رسېدلی، خو شکر ده چې ځاني زیان چاته په کې نه دی رسېدلی. زه په دنده کې وم، چې کله کور ته راغلم، نو د دغو خلکو کور محاصره و.»
بل خوا د پوځي چارو ځیني شنوونکي د عملیاتو پر مسلکیتوب ټینګار کوي.
د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری څرګندوي:«د دې ډلې د پراختیا او زیاتوالي د مخنیوي لپاره اړتیا ده، چې په همغږۍ سره مبارزه وشي او پر وړاندې يې سیمهییزه اجماع رامنځته شي.»
تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت ځواکونو د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای پوځي عملیات ترسره کړي و، چې په پایله کې يې درې د داعش غړي وژل شوي وو او یو بل ټپي شوی و.
په دې اړه مو اندونه