Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حامد کرزی: ښوونځي د پرانیستل شي او ښځو ته دې د کار زمینه برابره شي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له مشرې سره په لیدنه کې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو او کار ته د ښځو د ستنېدو په هکله خبرې کړې دي.

پخواني ولسمشر په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، چې په دې لیدنه کې د نورو مسایلو سربېره د نجونو پر مخ د ښوونځيو پر خلاصېدو او ښځو ته د کار د اجازې پر ورکړې ټينګار شوی دی.

خو د اسلامي امارت ویاند وایي چې ښځې په ځينو موردونو په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې د فعالیت اجازه لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د ښځو د کار په اړه باندې دومره ویلای شو چې اسلامي امارت په هغو برخو کې چې اړینې دي هغو ته د ښځو کار ته اجازه ورکړل شوې ده، مثلاً د صحت په برخه کې چې ټولې ښځینه اړوندې دي هلته ښځينه کار کوي همداسې د معارف، د تحصیلاتو، د پولیسو ښځينه برخو، زندانونو ښځينه برخو د پاسپورټ...»

بل خوا یو شمېر زده کوونکې او محصلانې د نوي ښوونیز کال په درشل کې له سرپرست حکومته غواړی چې د نجونو پر مخ د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.

محصله حلیمه طلوع‌نیوز ته وايي:«له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده چې د ښوونځيو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې پرانیزي چې نجونې یوه روښانه راتلوونکې ولري.»

زده کوونکې نازنین هم څرګندوي:«حکومت باید د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي ځکه د نجونو د مخنیوي لپاره شرعي دلیل نشته.»

اخوا په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وایي، چې له خپل قطري سیال او د دغه هېواد د پراختیا صندوق له رییس سره په ایران کې د افغان زده کوونکو په تړاو ښو هوکړو ته رسېدلی دی.

د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده وايي:«د دغه وضعیت دوام کولای شي په افغانستان کې د اوسنیو حاکمانو لپاره په کورنۍ کچه اختلافونه او ډلګۍ رامنځته کړي او په بهرنۍ کچه دغه وضعیت له نړۍوالۍ ټولنې سره د دغه هېواد اړیکې به ډېرې خرابې کړي.»

تر ۵۰۰ زیاتې ورځې کېږي چې نجونې ښوونځيو ته له تګه محرومې شوې دي، خو تردې مهاله چې نوی ښوونیز کال هم په رارسېدو دی، اسلامي امارت د ښوونځيو پرانېستو ته شین څراغ نه د ښودلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه