د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر له رییسې روزا اوتونبایوا سره په لېدنه کې د زدهکړو په برخه کې د سرپرست حکومت د فعالیتونو په تړاو خبرې کړې دي.
د پوهنې وزارت سرپرست ویلي، سرپرست حکومت د زده کړو، اقتصاد او امنیت په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.
د پوهنې وزارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په یوې برخه کې د دې وزارت د سرپرست په حواله زیاته شوې: «اسلامي امارت له نېکه مرغه په لږه موده کې د امنیت، اقتصاد او ښوونې په ډګر کې زياتې لاس ته راوړنې لري.»
ورته مهال، د ۱۴۰۲ تعلیمي کال د رانږدې کېدو په درشل کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارته غوښتي چې افغان نجونو او ښځو ته د زدهکړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون اجازه ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، له زدهکړو د نجونو منع کېدل د واشنګټن او کابل تر منځ د اړیکو پر څرنګوالي ژور اغیز لري.
نېډ پرایس وايي: «همدا مساله موږ په پوره ځيرتیا سره څارو؛ څو وګورو چې، د دغې میاشتې په پای کې څه پېښېږي. موږ تمه لرو چې د افغانستان ښوونځي پرانېستل شي. موږ له افغان ولس سره یوو او له طالبانو غواړو چې نجونو او ښځو ته د زده کړو او په ټولنه کې د بشپړ ګډون لپاره اجازه ورکړي. طالبانو د تېر کال په مارچ میاشت کې د نجونو د متوسطو د ښوونځيو په تړلو سره یو ځل بیا له خپل ولس سره کړې ژمنه نقض کړه. دغې چارې له طالب استازو سره زموږ پر تعامل هم ژور اغیز کړی دی.»
تر اوسه د نجونو د متوسطو او لېسو د پرانېستل کېدو په تړاو څه پرېکړه نه ده شوې.
لوړو زدهکړو وزارت بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کب په پنځلسمه په سړو سیمو کې د پوهنتونونو د درسونو له پیلېدو خبر ورکړی، خو په دې خبرپاڼه کې د نجونو زدهکړیالانو د برخلیک په تړاو څه نهدي ویل شوي.
زدهکړیال مغفرت وايي: «د ذکور په اړه ویل شوي چې دوی کولای شي خپلو درسونو ته حاضر شي، خو پهدې اعلامیه کې د نجونو زدهکړیالانو په اړه څه نهشته او ټولې نجونې اندېښمنې دي چې دوی څه وخت کولای شي، خپلو درسونو ته حاضرې شي.»
زدهکوونکې حلیمه زیاتوي: «له اسلامي امارته مو دا غوښتنه ده چې په راتلونکي ښوونیز کال کې زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څو خپلو درسونو ته دوام ورکړای شو.»
یو شمېر دیني عالمان هم له سرپرست حکومته غواړي چې د اسلام دین د احکامو په رڼا کې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.
دیني عالم عبدالمنان حقاني وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې باید د همغو شرایطو له مخې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.»
له څه باندې یو نیم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې د زدهکړو له دوامه بېبرخې دي.
په دې اړه مو اندونه