Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زرداري: د افغانستان له سرپرست حکومت سره په «ښه تعامل» کې یوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د تېر نظام له سقوط کېدو وروسته اسلام آباد په دوامداره توګه د افغانستان له سرپرست حکومت سره په ښه تعامل کې دی.

بلاول بوټو زرداري له اسلامي امارته غواړي چې د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې په وړاندې په خپلو ژمنو عمل وکړي، که چېرې دا کار ترسره نه کړي، په لومړي سر کې افغانان او ورپسې به پاکستان د دغې ناکامۍ قرباني شي.

ښاغلي زرداري وویل:«پاکستان د کابل له سقوط کېدو وروسته په دوامداره توګه د افغانستان له سرپرست حکومت سره په ښه تعامل کې و؛ خو تر ټولو مخکې موږ پر دې باور یوو چې، هغوی باید د خپلو خلکو او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. یو سوله‌ییز، سوکاله، له خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې افغانستان د پاکستان په ګټه دی. دا زموږ په ګټه ده چې، د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو خلکو او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر دې باور دی چې، د سرپرست حکومت له لوري د ژمنو نه عملي کېدل به د افغانانو او د پاکستان په زیان وي.

بلاول بوټو زرداري څرګندوي:«که هغوی په دې برخه کې ناکام شي؛ نو له شک پرته تر ټولو لومړی افغان ولس به د دغې ناکامۍ قربانیان وي او بیا به د پاکستان خلک د دغې ناکامۍ قربانیان وي. د بېلګې په توګه؛ که هغوی د خپلو کړو ژمنو د عملي کېدو او دا چې، د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي، ناکامه شي؛ نو تر ټولو لومړی افغانان او بیا د پاکستان خلک به یې قربانیان وي؛ ځکه چې د کابل له سقوط وروسته د ترهګریزو بریدونو د ډېرېدو شاهدان وو.»

بلاول بوټو زرداري په افغانستان کې له زده کړو د نجونو پر محرومېدو هم نیوکې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي:«دا چې، په اسلام آباد کې به د ښځو غونډه پر طالبانو څه اغېز ولري؛ زه یې په اړه څه نه‌شم ویلي؛ خو هغه څه چې، ښکاري دا دي چې، د هغوی اعمال په اسلامي نړۍ کې ناپېژندل شوي دي. په ټوله ځمکه کې هېڅ داسې اسلامي او یا غیراسلامي هېواد نشته چې په‌‌کې نجونې او ښځې له زده کړو محرومې وي.»

د سیاسي چارو شنوونکی بلال فاطمي وايي:«پاکستان د افغانستان په وړاندې په خپلو ژمنو صادق نه دی. خپل‌کاری نه دی د هغه تر شا نړۍوال او پرتي لاسونه دي.»

خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وايي، سرپرست حکومت به د افغانانو ټولو مشروع غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي:«افغانستان همدا اوس د ژمن اسلامي نظام څېښتن دی. دا نظام د خلکو ټولو مشروع غوښتنو ته ګام په ګام رسېدنه کوي او همدارنګه د امنیت او اقتصاد په برخه کې لاسته راوړنې هم لري.»

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له اسوشېټېډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، تر هغې چې، د افغانستان اقتصادي ستونزې حل نه‌شي؛ نو سرپرست حکومت به هم ونه‌شي کولی د ښځو د حقونو په تړاو نورې کړې ژمنې عملي کړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وايي، سرپرست حکومت به د افغانانو ټولو مشروع غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه