Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي راپور ته د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت او د نړۍ پر سولې او امنیت د هغه د پایلو په تړاو د انټونیو ګوټرش نوي وړاندې کړي راپور ته غبرګون ښودلی دی.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ۲۳ ترهګرو ډلو د فعالیت او د عمومي بښنې د فرمان د نقض په څېر د ملګرو ملتونو د دغه جګپوړي چارواکي د راپور موندنې ردوي.
 
د اسلامي د بهرنیو چارو وزارت د ویاند  ضیا احمد تکل وايي:«د قتل پېښو ته د صحرايي وژنو په جنايي پېښو کې نیونو ته د خپل سرو نیونو او د نیول کېدو په وخت کې لاس او ګرېوان کېدو ته د شکنجې نوم ورکول بې انصافي او له حقیقته لېرې انځور دی. په ورته ډول هغه ادعا هم ردوو چې ګواکې په افغانستان کې ۲۳ وسله والې ډلې فعالې دي.»

بل خوا، اسلامي امارت له پخوانیو چارواکو او لږکیو سره د ملي پخلاینې او یوالي لپاره د هڅو، له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې له زغمه د ډک تعامل، د ترهګرو ډلو په تېره بیا د داعش ډلې له لوري د بریدونو او امنیتي پېښو د کموالي، په ولایتونو کې د علماوو د شوراګانو د جوړېدو، د وسلو د قاچاق د مخنیوي او د مخدره توکو  له کرکېلې، تولید او قاچاق سره د مبارزې ښې حکومتولۍ، حساب ورکونې او خدماتو ته د لاسرسي په تړاو ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې ستایي.

بل خوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي له اسلامي امارت سره د نړۍ اړېکې د دواړو لورو په ګټه ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهم چکري وايي:«هیله ده چې نړۍ اسلامي امارت په رسمیت وپېژني. د اسلامي امارت ملاتړ وکړي چې اسلامي امارت وکړای شي د ترهګرو ډلو په وړاندې له ځانه ځواکمنتیا او قدرت وښيي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د یوناما دفتر ماموریت د مارچ میاشتې په اولسمه نیټه پای ته رسېږي، خو د دغه سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارښتنه کړې ده، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت دولسو میاشتې نو وغځوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه