Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ندیم: په ښوونیز نظام کې د بې‌عدالتۍ او فساد جرړې ویستل شوي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وایي، د هېواد په ښوونیز او تحصیلي نظام کې د بې‌عدالتي او فساد جرړې ویستل شوې دي.

د اسلامي امارت دغه چارواکی د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زده‌کوونکو د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ژمنه کوي چې د هېواد د ښوونیز او تحصیلي نظام ټولو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي: «نن الحمدلله د افغانستان اسلامي امارت هغه څه حاکم کړي چې هغه شفافیت، انصاف او عدالت دی. نن یو بچی چې تحصیلي نظام ته وړاندې کېږي او بیا فارغه کېږي؛ نو د خپل لیاقت پر اساس به بریالی کېږي. دلته نه واسطه، نه فشار او نه بل څه کار کوي.»

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس زیاتوي، د دې ادارې نصاب يې له نړیوالو معیارونو سره برابر کړی دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس غلام حیدر شهامت وايي: «سږ کال د نصاب په برخه کې موږ په‌دې توانېدلي یږو چې د نصاب عمودي برخه مو په افقي تبدیله کړې ده او د دې ادارې نصاب په نړیوالو معیارونو برابر کړی دی.»

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اطلاعاتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې له ۳۷۰ ډېر انسټیټونه شته چې له ۵۰ زره ډېر کسان پکې په زده‌کړو بوخت دي.

شریک یي کړئ