Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سمرقند کې د افغانستان په تړاو د سیمې یو شمېر هېوادونو ناسته پیل شوه

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو دوه ورځنۍ ناسته نن «پنج‌شنبه» د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په ګډون سره د ازبکستان په سمرقند کې پیل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په‌دې ناسته کې ویلي، افغانستان له سیمې سره نژدې او همغږي تعامل ته لېوال دی.

ښاغلي متقي وویل: « افغانستان چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا په یوه مهمه ژیو ستراتيژيکه سیمه کې موقعیت لري اوس د یوه مسؤول او متعهد حکومت له واکمنۍ برخمن دی. یو باثباته او امن افغانستان کولای شي چې د سیمې په امنیت، ثبات او اقتصادي اتصال کې محوري رول ولوبوي.»

ښاغلي متقي زیاته کړې، د دې فرصت برابر شوی چې افغانستان د سیمې یو مهم "اقتصادي او تجارتي" شریک شي.

د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دې ناستې په څنډه کې د لېدنو په ترڅ کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور، نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق، بشري او اقتصادي بحران او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.

ویل شوي د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دغو لېدونو کې ژمنه کړې چې له افغانستان سره د امنیت ټینګښت، هوساینې، پرمختګ او نورو اړوندو برخو کې همکاري کوي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ایران او چین له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم کتلي دي.

د ایران، چین، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د یادې غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار په تړاو هم بحثونه وکړل.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ ونبین وايي: «چین چمتو دی چې د افغانستان له ګاونډیو او نړۍوالې ټولنې سره همغږي او همکاري ډېره کړي او له افغانستان سره مرستې وکړي چې تل پاتې پراختیا خواته ولاړ شي او همداراز په سیمه کې تل پاتي امنیت، سوکالۍ او پرمختګ ته ورسېږي.»

د سیاسي چارو کارپوه سید مقدم امین وايي: «که د غونډو پايلې سیالۍ و نه‌لرۍ، ګاونډي هېوادونه اغېزناک دي او کولای په هېواد کې د ملي او نړيوالو ننګونو د حل لپاره ګټور تمام شي.»

د ویلو ده چې د افغانستان د وضعیت په تړاو د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ غونډه په پاکستان، دویمه یې په ایران او درېیمه یې په چین کې جوړه شوې وه او څلورمه یې په ازبکستان کې تر سره شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه