Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د فعالیتونو او مرستو د دوام په تړاو د یونېسف ډاډ

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په افغانستان کې د فعالیتونو او د مرستو د دوام په تړاو ډاډ ورکوي.

د افغانستان لپاره د یونېسف مسوولان وايي، په افغانستان کې د ۱۵ مېلیونه ماشومانو په ګډون ۲۸ مېلیونه کسان حفاظتي ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د یونېسف استازی فرانک اکیزا وايي: «کولی شم تاسو ته ډاډ درکړم چې یونېسف په افغانستان کې پاتې کېږي او په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دی. موږ به هر کار وکړو څو ډاډه شو چې کولی شو خلکو ته خدمات ورسوو.»

ورته مهال یو شمېر هېوادوال وايي، د بې‌وزلۍ له کبله له اسلامي امارته د مرستې غوښتنه کوي.

نو ګل چې د خپلې ۴ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وايي، بې‌وزلۍ اړه کړې چې د خپل ځان او د کورنۍ د غړو د ژوندې پاتې کېدو لپاره د مرستو ترلاسه کولو په موخه د سړکونو پر غاړه کيني.

بې‌وزله نوګل وايي: «د رمضان ټوله میاشت راباندې د سرک پر سر تېره شوه، د چا ښه نه راځي چې په کور کې کېني او ډوډۍ وخوري او خپله روژه ماته کړي، د هېچا نه خوښېږي چې د سرک پر سر لمونځ وکړي، د هر چا خوښېږي چې په کور کې لمونځ وکړي.»

یوه بله بې‌وزله نادره زیاتوي: «دلته ولاړ یوو چې یو څوک لس یا پنځوس افغانۍ راکړي، یو جوړ کالي یا یو جوړ بوټان راکړي چې پر پښو یې کړم.»

له بل لوري اقتصاد وزارت وايي، په افغانستان کې د نړۍوالو سازمانو او مرستندویه بنسټونو له حضوره څارنه او ملاتړ کوي.

د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري وايي: «په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له فعالیتونو هم څارنه او هم ملاتړ کوو، دوی باید هڅې وکړي چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او کولای د بې‌وزلۍ په لمنځه وړلو کې له نظام سره همکاري وکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه فردوس بهگزین  زیاتوي: «نړیوال بنسټونه افغانستان ته مېلیارډونه ډالره بشردوستانه مرستې راوړي او دلته یې لګوي، که دا موضوع نه وي، افغانستان خپل لوړ کورني عایدات نه‌لري.»

له دې سره-سره ېونېسف ویلي چې له ښځینه کارکوونکو پرته به د دوی چارې هم ټکنۍ شي او یو ځل بیا یې له اسلامي امارته غوښتي چې په مرستندویه بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو د فعالینونو دوام ته اجازه ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه