Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونېسف: افغانستان کې د ۱۴ زره ماشومانو لپاره ښوونیز تولګي جوړوو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په هېواد کې د سوېلي کوریا په همکارۍ د ۹۵۰ ښوونیزو ټولګیو له جوړولو خبر ورکوي.

یونېسف ویلي چې دغه ټولګي په افغانستان کې د ښوونې او روزنې له بهیر سره د مرستې په موخه جوړېږي او د دغو ښوونیزو ټولګیو په جوړېدو سره به په افغانستان کې د ۱۴۰زره ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق لیکلي:«موږ ټولنې ته په کتو ۹۵۰ نوي ټولګي جوړوو! دا ۹۵ ټولګي د زده‌کړې لپاره نوې فضا ده. د سوېلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په مرسته دغه ۹۵۰ ټولګي په افغانستان کې ۱۴۰ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابروي.»

دم‌ګړۍ ځينې ماشومان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په پرانیسته فضا کې زده‌کړې وي او معیاري ټولګیو ته لاسرسی نه‌لري.

بلخوا، هغه زده‌کوونکې نجونې چې له زده‌کړو لېرې پاتې دي، وایي چې د خپلو ښوونځيو د دروازو د پرانیستو په ته دي.
 
زده کوونکې هدیه طلوع‌نیوز ته وايي:«دم‌کړۍ خپلو درسونو ته په کور کې دوام ورکوم؛ خو هغه انګېزه مې چې په ښوونځي او ټولګي کې لرله، اوس یې نه‌لرم؛ ځکه زموږ برخلیک معلوم نه‌دی.»

زده‌کړیاله مرسل هم څرګندوي:«هیله لرو چې د پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ پرانیستل شي؛ چې موږ وکړای شو خپلو درسونو ته دوام ورکړو او یوه ځای ته ورسېږو او بریالي شوو.»

بلخوا، د ښځو  د حقونو ځيني فعالان د دغو ټولګیو پر جوړېدو د خوښۍ په څرګندولو  سره له اسلامي امارته غواړي چې د ټولو نجونو لپاره د زده‌کړو زمنیه برابره کړي.

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش طلوع‌نیوز ته وايي:«د اسلامي امارت حکومت باید له دغو فرصتونو استفاده وکړي. د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې دروازې پرانیزي او ښځو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره کړي چې نن ورته اړتیا ده او نیمه ټولنه دې په پام کې ونیسي.»

د ښځو د حقونو بله فعاله فروزان داوودزۍ هم څرګندوي:«د زده‌کړو نشتون په خپله یو ډول تیاره او تورتم دی ناپوهي ده چې په یوې ټولنه کې خورېږي. نو د انسان لومړنی حق د زده‌کړو حق دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره، له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي پورې پر ښوونیز نصاب د کار د پای ته رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د اووم او اتم ټولګیو پر نصاب اوس اوس کار پېل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه