Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه له ا.ا څخه د خلیل‌زاد غوښتنه

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ منځني ښوونځي، لیسې او پوهنتونونه پرانیزي.

نوموړي پر ټویټر لیکلي، په‌دې اړه دیني عقاید روښانه دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي: «اوس چې دیني او مذهبي عقاید واضح شوي؛ نو د کابل حکومت باید د نجونو پر مخ لېسې، پوهنتونونه او د لوړو زده کړو نور بنسټونه پرانېزي.»

بل لور ته، یو شمېر نجونې زده کوونکې او زده کړیالانې وايي، د ښوونځیو او پوهنتونو تړل پاتې کیدو غمجنې کړې دي.

د لسم ټولګي زده کوونکې سارا وايي، تر ټولو ستره هیله یې ښوونځي ته تګ دی او زیاتوي، هغه مهال به اختر او نورې خوښۍ ورته مانا ولري چې د نجونو پاتې ښوونځي هم پرانېستل شي.

زده‌کوونکې سارا وايي: «له ۶۰۰ ډېرې ورځې وشوې چې زموږ ښوونځي تړلي دي او دا زموږ مسلم حق دی چې ښوونځي ته لاړې شو.»

یوه بله زده‌کوونکې فوزیه وايي: «د افغانستان ټولې نجونې دې ته چمتو دي چې د سرپرست حکومت ورته هر ډول شرایط وړاندې کړي، دوی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، هر څه ژر دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.»

له دې سره سم، یو شمېر زده کړیالانې بیا پر دې باور دي چې د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو په پرانېستې کې ځنډ به د افغانستان ښوونیز نظام له ګڼو ننګونو سره مخ کړي.

یوه بله زده‌کړیاله مرسل وايي: «کله چې زده‌کړې د سړیو او ښځو لپاره یو ډول فرض وي، نو ولې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي.»

د نجونو متوسطې او لېسې له څه باندې ۵۸۰ ورځو راهیسې تړلي دي، خو لا هم د دغو ښوونځيو د پرانېستنې په تړاو څه پرېکړه نه‌ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه