Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام اباد:د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځولو چارې ۹۸سلنه مخته تللي

د پاکستان د پوځ مسوولان وايي چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي غځولو چارې څه باندې ۹۸ سلنه مخته تللې دي. 

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چهودري وايي چې د پولو د مدیریت په نوم پروګرام له مخې، ټاکل شوې پر ډیورنډ فرضي کرښې ۲۶۱۱ کیلومتره اغزن مزي وغځول شي او د څارنیزو برجونو د جوړېدو چارې هم پای ته ورسېږي.

احمد شریف چهودري وویل:«د لوېدیځو پولو د مدیریت تر نوم لاندې پروګرام چې لا یې هم چارې روانې دي د بشپړېدو په حال کې دی. د پولو د مدیریت پر بنسټ، د افغانستان- پاکستان تر منځ پر ۲۶۱۱ کیلومتره پولې د اغزن مزي د غځونې څه باندې ۹۸ سلنه چارې بشپړې شوې دي. 

د افغانستان او پاکستان په پوله کې د ترهګرو د تحرکاتو د مخنیوي لپاره د نظامي اډو ۸۵ سلنه چارې بشپړې شوي او لا هم کار پرې روان دی.»

له بل لوري اسلامي امارت وايي، کابل او د ډيورنډ فرضي کرښې د دواړو خواو اوسېدونکي د پاکستان له دغه کار سره موافق نه دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه:«د اغزن مزي غځول د اسلامي امارت په وخت کې پيل شوي نه دي او وروسته هم جریان نه لري. البته موږ د دې غوښتونکي یوو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې ښې او حسنه وي او تګ راتګ وي.»

د پاکستان د پوځ ویاند زیاتوي، د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ډیورنډ فرضي کرښې د امنیت ټينګښت په تړاو د یوې تګلارې پر جوړولو خبرې روانې دي.

 د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چهودري زیاته کړه:«مدیریت یې یو اړخیز نه دی. د پاکستان حکومت، امنیتي ادارې، څېړنیز بنسټونه، ګمرکونه او نورې ادارې کار کوي او تر دې به نور هم کار وکړي. په حکومتي کچه هم د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې شته؛ څو د هغې غاړې امنیت او هغه عوامل او یا هم د دغې مسئلې په تړاو تګلاره تر پخوا ښه شي.»

د پوځي چارو شنوونکی اسد الله ندیم وايي:«پاکستانیان شکایت کوي چې له افغانستانه ترهګر راځي او په پاکستان کې وېره او وحشت رامنځته کوي، دا هغه څه دي چې په خپله یې کرلي او اوس یې رېبي.»

افغانستان له پاکستان سره په بدخشان، نورستان، کندهار، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، زابل، هلمند، خوست، کونړ او نیمروز ولایتونو کې څه باندې ۲ زره کیلومتره ګډه پوله لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه