د کابل د ټرافیکو ریاست وايي چې ټاکل شوې د ښاري ټکسیانو ژېړ رنګ په روښانه فېروزهيي بدل کړي.
د کابل د ټرافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عبدالودوود خیرخوا وايي چې د ټکسي موټرو د رنګ د بدلون طرحه د اسلامي امارت د کابینې له خوا تصویب شوې او ډېر ژر به اجرايي شي.
عبدالودوود خیرخواه وویل:«ټول هغه لېږدونکي وسایط چې اوس په ژېړ رنګ دي، دا په روښانه فېروزهيي رنګ بدلون کوي او له هغې وروسته بیاځلې تخنیکي معاینه کېږي او جواز سیر یې نوی کېږي.»
یو شمېر ټکسي چلوونکي بیا وايي، د خپلو موټرو د رنګ د بدلولو وس نه لري.
ټکسي چلوونکی عبدالمتین وايي:«فکر نه کوم چې څوک دې وس ولري چې خپل موټر رنګ کړي.»
د ټکسي بل چلوونکی محمد ولي هم وویل:«کارو بار چې جوړ شي، خدای مهربانه دی. د ټکسي رنګ بدلون وکړي او معلوم شي خوشحاله کېږو.»
خو د کابل ښار ځينې اوسېدونکي بیا په دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
د کابل کابل اوسېدونکی جمشېد وايي:«معلومېږي چې موټر خلک لېږدوي او دا د دې لامل کېږي چې جنايي جرمونه او امنیتي تشې کمې شي.»
د کابل بل اوسېدونکی نصرت الله هم څرګندوي:«تاسو ته معلومه ده چې ټکسي د شخصي پرتله ډېره مالیه ورکوي، نو باید ټکسيانې کار وکړي.»
د ویلو ده چې، دمګړۍ په ښارونو کې له ټکسي موټرو سربېره شخصي موټر هم کار کوي او په دې وروستیو کې یې شمېر شوی دی.
په دې اړه مو اندونه