د افغانستان لپاره اروپايي ټولنه وایي، چې افغانستان څلورم هغه هېواد دی، چې له بشري ناورین او طبیعي آفتونو سره مخ دی او دغه ټولنه هڅه کوي، چې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کړنلارې پیدا کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې په ټوېټر پاڼه کې راغلي چې د هوا بدلون، په دغه هېواد کې د خلکو ژوند ته زښته زیات زیانونه رسولي دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر په ټوېټر پاڼه لیکلي:«افغانستان د بشري ناورینونو او طبیعي پیښو له اړخه څلورم له خطر سره مخ هیواد دی. اټکل کیږي چې اقلیمي بدلون د خلکو ژوند ته ډېر زیان ورسوي. اروپايي ټولنه د اقلیمي بدلون د اغېزو د راکمولو او ورسره د مقابلې لپاره د کړنلارو په موندلو کې د خلکو د ملاتړ په لومړۍ کرښه کې ده.»
د هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې وچکالیواو سېلابونو کروندګرو ته جدي زیانونه اړولې دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجیزاده وايي:«افغانستان یو کرنیز هېواد دی او هر کال زموږ بزګر د اقلیم له بدلون او د شدیدو سېلابونو له راتلو سره زیانمن شوي دي. د کرنې وزارت ته زموږ وړاندیز دا دی چې په وخت بزګرو ته دارو، کېمیاوي سره او هغه درمل چې د حشراتو مخنیوی کوي، مرسته وکړي.»
بل خوا، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان پر دې باوردي، چې د اقتصادي ودې او د بشري ناروین د له منځه وړلو لپاره د کرنې په برخه کې پانګونې ته اړتیا ده.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«که چېرې د کرنیزو محصولاتو د سټنډرډ جوړونې او بازار موندنې لپاره کار وشي، له شک پرته کولای شو چې کاري زمینه رامنځته کړو.»
بل خوا، د اقتصاد وزارت وایي چې د پراختیایي پروژو په پېلولو سره، هڅه کوي، چې په هېواد کې شته ستونزې حل کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري څرګندوي:«په روان کال کې اقتصادي سیاستونه هغو پروژو ته متمرکزې دي چې کولای شي کار رامنځته کړي.»
په داسې حال کې چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د بې وزلۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. خو په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی دی، چې په افغانستان کې د فعالیت دوام او له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي.
په دې اړه مو اندونه