د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په هېواد کې د کوکنارو شاوخوا ۴ زره هکټاره کروندې لمنځه وړل شوې دي.
د دغه معینیت د دفتر رييس زیاتوي، دمګړۍ هم په پنځو ولایتونو کې د کوکنارو د کروندو د لمنځه وړلو بهیر روان دی.
حسیبالله احمدي وايي: «د هېواد په مرکز او ولایتونو کې تر دې دمه پورې د څلور زره هکټاره په شاوخوا کې ځمکه د نشهيي توکو له کښت څخه پاکه شوې ده.»
بلخوا، د کابل امنیه قومانداني وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په پلازمېنه کې شاوخوا زر تنه د نشهیي توکو د قاچاق او پلورلو په تور نیول شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي: «په کابل ولایت کې تر زرو پروې مظنونین نیول شوي دي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي، دا هغه کسان وو چې دلته به یې نشهيي توکي قاچاق کول او هم به یې نشهيي توکي خرڅول.»
بلپلو، یو شمېر کروندګر چې د کوکنارو کروندې یې اړول شوې دي، له سرپرست حکومته دوی ته د بدیل کښت د زمینې د برابرېدو غوښتنه کوي.
د روزګان اوسېدونکی ولي محمد وايي: «له دولت څخه مو دا هیله ده چې دغه قریې سره بند جوړ کړي، کمک وکړي، بدل اعاشه وکړي، په تریاکو مو ګزاره وه، نور له ولږي مري.»
د روزګان یو بل اوسېدونکی محمد هاشم زیاتوي: «موږ ته د پنبې او نور تخمونه راکړي او شنې خونې راته جوړې کړي.»
له نشهيي توکو سره د مبارزې معنیت وایي، د تېر کال د سروې له مخې، په ټول هېواد کې له درې نیم تر څلور مېلیونه پورې په نشهيي توکو روږدي کسان شته او کورنیو چارو وزارت په وروستیو کې پهدې تړاو نوې سروې پېل کړې ده.
په دې اړه مو اندونه