Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست: "نظام باید منحصر او کوچنی" نه‌کړو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، نظام باید دومره "منحصر او کوچنی" نه‌شي چې یوازې د یوې مدرسې خلک په‌کې ځانونه وویني.

سراج‌الدین حقاني چې په کابل کې د اسلامي امارت د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد د لسم تلین د نمانځنې په مراسمو کې خبرې کولې، زیاته کړه، په نظام کې باید ټول خلک شامل وي.

ښاغلی حقاني وايي: «دا نظام چې کوم دی، دا باید دومره منحصر او کوچنی نه‌کړو چې یوازې زموږ د یوې مدرسې خلک ځانونه په‌کې وویني، په نظام کې ټول شریکان دي. نظام د دې لپاره نه و جوړ شوی چې صرف ځان بچ کړو؛ بلکې د دې لپاره جوړ شوی و چې دا ملک بچ کړو.»

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال وایي، د اسلامي امارت سوله‌ییزه تګلاره څرګنده ده او اسلامي امارت له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره ښې او دوستانه اړېکې غواړي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «د اسلامي امارت سوله‌ییزه پالیسي هم څرګنده ده، موږ له ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره د متقابل درناوي له مخې اړیکې ولرو.»

که څه هم عبدالسلام حنفي د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو پر هغه څه چې د هېواد په کورنیو چارو کې یې د یو شمېر هېوادونو لاسوهنه ګڼي، نیوکه کوي.

ښاغلي حنفي زیاتوي: «اسلامي امارت د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او همداراز له نورو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چار کې لاسوهنه و نه‌کړي، موږ له ټولو هېوادونو سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې غواړو.»

بل‌خوا د ملا محمد عمر مجاهد مشر زوی او د دفاع وزارت سرپرست که څه هم د چا نوم نه اخلي، خو ټینګار کوي، چې ځيني کسان په هېواد کې د اوسني نظام د تخریب لپاره کار کوي.

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وايي: «کوم سوالونه چې خلک یې کوي، یا کومې جاسوسۍ او استخباراتي کړۍ چې په‌دې کې کار کوي، دا زموږ او ستاسو د دې ولس دښمنان دي، همیشه یې دا هڅه ده چې د ولس او پاک او سپېڅلي نظام تر منځ فاصله ایجاد او بې‌اعتماده یې کړي.»

ملا عمر مجاهد د اسلامي امارت لومړنی مشر او بنسټګر و. د اسلامي امارت په وینا، هغه په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د نري رنځ د ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې او په زابل کې خاورو ته وسپارل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه