Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ته د برښنا رسولو پروژې چارې پیل شوې

د خوست ولایت صبریو او یعقوبیو ولسوالیو ته د وارداتي ۴٫۵ مېګاواټه برښنا د رسونې چارې پیل شوې.

مسوولان وايي، پر دې پروژې نږدې ۱۶۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي او ډېری برخه یې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني له لوري ورکول کېږي.

د دوی په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د یادې ولسوالۍ دوه زره او پنځه سوه کورنۍ برښنا ته لاسرسی ولري او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د کورنیو چارو وزرات د دفتر رییس زین الله عابر وايي: «په‌دې کې د برښنا شرکت چې زموږ یو عایداتي شرکت دی، خپله برخه اخلي او همکاري کوي، خو زیات لګښت یې د کورنیو چارو محترم وزیر خلیفه صاحب سراج‌الدین حقاني ورکوي.»

ځایي اوسېدونکي که له یوې خوا دې پروژې ته خوښ دي، خو له بلې خوا له حکومته غوښتنه کوي چې په نورو برخو کې دې هم ورته پام زیات کړي.

د خوست اوسېدونکی سیف الرحمن مظلوم وايي: «موږ نن ډېر خوښ یوو چې په شلو کلونو کې دا یوازېنی ځل دی چې په‌دې سیمه کې د برېښنا د افتتاح مراسم تر سره کېږي.»

د خوست اوسیدونکی حکمت وايي: «ټولو ولسونو ته یې مبارکي وایم، هغه چا چې په‌دې برخه کې همکاري او کار کړی، له دوی نه د زړه له تله مننه کوو.»

له دې سره هم‌مهاله د خوست برښنا ریاست مسوولان زیاتوي، د دې ولایت ځینو نورو سیمو ته یې هم د برښنا رسونې لپاره هڅې پیل کړې دي.

د خوست برښنا شرکت رییس فولاد معاویه  زیاتوي: «موږ د هغې لپاره ډیزاینونه کړي دي، موږ اوس عملاً ساحه کې  تقریباً نهه پنځوس ټرانسفرمره کار کړی دی، اته دېرش ټرانسفرمره د کمو تجهزیزاتو پر اساس نیمګړي دي، له برښنا ریاست څخه مو همکاري غوښتې ده، هغه تر کار لاندې دي، هغه هم ان‌شاء الله تکمیلوو.»

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د خوست له هغو ولسوالیو شمېرل کېږي چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال په‌کې جګړې تودې وې او اوسېدونکي یې وايي، د پام‌وړ کار ورته نه‌دی شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه