Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا تړون وغځېد

وروستیو کې په پلازمېنه کې د برېښنا د پرچاوۍ د زیاتوالي په اړه شکایتونه ډېر شوي دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د برېښنا د تولید پر کورنیو سرچینو پانګونه وکړي.

د کابل اوسېدونکي، وحید الله و ویل: « ترڅو به موږ پردۍ برېښنا اخلو او خپلې پیسې به نورو ته ورکوو، ښه به دا وي چې دا پیسې په خپلو زیربناوو باندې ولګوو.»

د کابل اوسېدونکي، ندیم و ویل: « ژمی راغلی او د برېښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده، خلک بخارۍ لګوي او اوبه اخلي چې برښنا نه وي خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کیږي.»

خو برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د محمد حنیف حمزه په مشرۍ د دغه شرکت یوه پلاوي ازبیکستان ته د یوه سفر په لړ کې د ازبیکستان د برېښنا له وزیر سره د ۲۰۲۴ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون تمدید کړی دی.
بل خوا د افغانستان د کانونو د صنایعو خونه هم وايي، چې په پلازمېنه کې صنعتي فابریکې د برېښنا د پرچاوۍ د زیاتېدو له امله له ننګونو سره مخ دي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: « د کابل د صنعتکارانو یوه جدي ستونزه د برښنا دوامداره پرچاوي ده چې اوس نهه ساعتونو ته رسېدلې ده، که همداسې دوام وکړي نو امکان دې وي چې زموږ نیمايي کاري ځواک په صنعتي پارکونو کې بېکاره شي. هیله من یو چې د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه په بنسټیزه توګه حل شي.»

د برېښنا شرکت پخواني رییس، امان الله غالب و ویل: «برېښنا له ازبیکستان څخه په ژمي کې تر ۴۵۰ میګاواټه برېښنا پیري چې په مرسته یې شمالي ولایتونو، کابل او ختیځو ولایتونو ته برېښنا ورکول کیږي. د ازبیکستان برېښنا دا چې لمریزه ده په ژمي کې کله کله ستونزه پیدا کوي.» 

په همدې حال کې د برېښنا شرکت رییس د ازبیکستان د برېښنا له وزیر سره په کتنه کې په افغانستان کې د برېښنا کمښت ته په اشارې سره، د وارداتي برېښنا د اندازې پر زیاتوالي او د برېښنا د تعرفو پر کمېدو او د برېښنا شرکت د تخنیکي کارکوونکو لپاره د وېزو د اسانتیا پر برابرېدو ټينګار کړی دی.
بل خوا، د ازبیکستان د برېښنا وزیر ویلي دي، چې د دغه هیواد د بریښنا په تاسیساتو کې د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته د  صادرېدونکې بریښنا اندازه له ننګونې سره مخ شوې ده.

د ازبیکستان د برېښنا وزیر ژمنه کړې چې د تخنیکي ستونزې له حل وروسته به د صادرېدونکې برېښنا د اندازې په تړاو هوکړه وشي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه