د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو چې اووه ډله نومېږي په یوې ګډې اعلامیه کې، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له خوا د ښځو او نجونو د کار او زده کړو پر بندیزونو نیوکه کړې ده.
د دغو هېوادونو مشرانو د جاپان په هیروشیما ښار کې د خپلې غونډې د پای په ګډې اعلامې کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او پر اسلامي امارت یې غږ کړی چې د خلکو په ماناداره ګډون سره په ملي کچه د خبرو د پېلېدو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
دوی همدارنګه له سرپرست حکومته غوښتي چې د افغانانو او نړۍ پر وړاندې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په وړاندې وکاروي.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«موږ پر طالبانو غږ کوو چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد د ګواښلو یا برید، د ترهګریزو کړنو د پلان او تمویل او ترهګرو ته د پناه ورکولو او یا د هغوی د روزلو لپاره نه کارول کېږي.
موږ له طالبانو غواړو، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال ۲۶۸۱ پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د منشور د اتمې مادې په ګډون د دغه منشور درناوی وکړي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له محدودیت پرته فعالیتونو په تړاو ډاډ ورکړي.
موږ د طالبانو لخوا د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو له سیسټماتیکې سرغړونې سره خپل سخت مخالفت څرګندوو او د نه منلو وړ پرېکړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د هغوی د پرېکړو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کوو. موږ پر طالبانو غږ کوو، چې د باور وړ، ټولګډونه او د افغانانو تر مشرۍ لاندې ملي خبرو کې د ګډون لپاره مهم ګامونه پورته کړي، څو ټول افغانان په کې برخه واخلي.»
بل خوا، د قزاقستان ولسمشر د «چین او منځنۍ اسیا» د غونډې په څنډه کې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او د دغه هېواد خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې د سیمې د هېوادونو پر همغږۍ ټینګار کوي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف څرګندوي:«موږ د شانګهای د همکارۍ سازمان او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په اډانه کې د تماس ډلې د خبرو اترو له زمینو د یوه همغږي وضعیت د رامنځته کولو او په افغانستان کې د یوه بشري ناورین د مخنیوي لپاره ګټه پوره کول اړین بولو. دا مهمه ده چې موږ په ګډه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه سیاسي سیسټم د جوړېدو په برخه کې په مرستې پورې اړوند مسایل دود کړو، چې د هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ ضد بشپړې همکارۍ رامنځته کړو.»
بل خوا، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال له افغانستان سره د سیمي د هېوادونو همکاري او مرسته ستايي او ټینګار کوي چې اوسمهال د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده او په هېواد کې ټولګډونه حکومت رامنځته شوی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«امنیت ټینګ دی. د هېواد ټوله جغرافیا او خاوره د اسلامي امارت له خوا کنټرولېږي او په افغانستان کې هېڅ ډول ډله، ګواښ او خوځښت شتون نه لري چې د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښي. په دې برخه کې باید اندېښنه نه وي.»
په دې وروستیو کې افغانستان د ګاونډیو او د نړۍ د هېوادونو د خبرو چورلیز ګرځېدلی دی.
د افغانسان لپاره د ازبیکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د سوېلي اسیا په چارو کې د برېټانیا د لومړي وزیر له استازي سره د افغانستان د مسئلې پر حل کېدو خبرې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه