Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت چارواکو د سفر معافیت پر نه غځیدو د کابل نیوکه

د افغانستان سرپرست حکومت وايي چې د اسلامي امارت د سفر د معافیت نه غځېدل، له نړۍوالې ټولنې سره د کابل د اړیکو په وړاندې خنډ شوی دی.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دغې مسئلې د سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کړې ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې هغه بندیزونه چې د اسلامي امارت پر چارواکو لګول شوي ژر تر ژره لېرې کړل شي. سفرونه یې ښه او ازاد وي. د دې ګټه هم هېوادونو او هم سازمانونو او هم افغانستان ته رسېږي. ما مخکې یادونه وکړه چې بندیزونه پایله نه لري. ناکام او بې پایلې کارونه باید ترسره نه کړو.»

ملا عبدالغني برادر، مولوي عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او د اسلامي امارت څو نور چارواکي په هغو کسانو کې شامل دي، چې د سفر د معافیت موده یې پای ته رسېدلې ده.

 د سیاسي چارو ځيني شنونکي وایي، چې د اسلامي امارت لخوا د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو نه منل کېدل، د سرپرست حکومت د چارواکو د معافیت د نه تمېدېدو لامل شوي دي.

د پوهنتون استاد سیدجواد سجادي وايي:«د طالب چارواکو د سفر د معافیت نه غځېدل په دې کې دي چې د طالبانو حکومت د ټول ګډونه حکومت او د افغانستان د خلکو بسټیزو حقونو په لور ګام نه دی اخیستی، بلکې د ملګرو ملتونو سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار له بندیز سره شاتګ هم لرلی دی.»

د سیاسي چارو شنونکی  بلال فاطمي هم څرګندوي:«دا نېغ په نېغه په نړۍوالو اړیکو اغېزه لري، پر اقتصادي او سیاسي اړیکو مستقیمه اغېزه لري، خو بیا هم وینوو کله چې اړتیا کېږي، د امنیت شورا د مشرانو په سفرونو کې نرمښت ښيي. متقي اسلام اباد ته سفر وکړ او اجازه یې ورکړه.»

که څه هم، د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست عبداللطیف منصور نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفرونو د بندیز په نوملړ کې شامل دی، خو د ۱۴۰۱ لمریز کال په مرغومې میاشت کې یې ازبیکستان او ترکیې ته سفررونه کړي دي.

خو په تر ټولو تازه مورد کې کله چې امیرخان متقي په همدې لمریزه میاشت کې پاکستان ته سفر وکړ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د ښاغلي متقي له سفر سره هوکړه وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه