Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د مالیاتو له کمېدو هرکلی کوو

د مالیې وزارت له لوري پر خصوصي سکټور د مالیې له کمېدو وروسته، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د مالیاتو کمېدل د هېواد د صنعت او سوداګرۍ په ګټه دي او اسلامي امارت باید د دې ترڅنګ په مالیاتي سیسټم کې اصلاحات راولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې محمد یونس مومند وايي چې مالیات باید په ګمرکونو کې له سوداګرو راټول کړای شي.

ښاغلی مومند په دې هکله وايي:«مالیات باید د هېوادوالو د اوسني وضعیت په بنسټ وضع شي، یعنې هغه ډول چې شرایط دي، زموږ په هېواد کې باید ټول مالیاتي او تکسي سیسټم د خلکو د کارو بار پر بنسټ ترتیب شي.»

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي یو غړی وایي، چې سوداګر په کابل کې د پنځو تر شپږو مېلیارډ ډالرو په ارزښت توکي واردوي او اړتیا ده، چې ګمرکي تعرفې کمې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست خانجان الکوزی وايي:«په افغانستان کې ډېر توکي شتون لري چې هڅ کارخونه نه لري، خو د هغه تعرفه لوړه ده، بل کمېسیون د تعرفې لپاره جوړېږي او ان‌شاالله موږ دوستان په دې هکله به خبرې وکړي.»

بل خوا، یو شمېر سوداګر د صادراتو په موسم کې د ځينو بندرونو تړل کېدل او د وېزې ستونزه د خصوصي برخې ترټولو بنسټيزې ننګونې ګڼي.

سوداګر امید حیدري وویل:«د ویزې ستونزه د سوداګرو لپاره یوه بنسټيزه ستونزه ده. په دې وروستیو کې موږ نه شو کولای چې په اسانۍ ویزه ترلاسه کړو او بېلابېلو هېوادونو ته سفر وکړو او دغې ستونزې نورو هېوادونو ته د صادراتو د ودې مخه نیولې ده.»

بل سوداګر اسماعیل دانش هم څرګندوي:«هڅه دې وکړي چې سیاسي او اقتصادي موضوعګانې سره یوځای نه شی او منفي سیوری ونه غوړوي، ځکه چې زموږ سوداګریز سکټور بې اندازه زیانمنوونکی دی.»

تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي دي، چې سرپرست حکومت یو کمېسیون جوړ کړی دی، څو په بېلابېلو برخو کې د سوداګرو او صنعت کارانو ستونزې حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه