Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت له ګاوندیو او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په لومړنۍ نېټه) د اسلامي امارت د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو د اووم تلین په مراسمو کې وینا کولې څرګنده کړه چې کابل له ګاوڼدیو او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت دغه چارواکی زیاتوي چې د افغانستان خاوره د نړۍ د ټولو هېوادونو پر وړاندې خوندي ده او نړۍ باید په دې اړه اندېښنه ونه‌لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي:«د افغانستان اسلامي امارت پالیسي دا ده چې موږ له هېڅ یوه ګاونډي سره او د سیمې او نړۍ له هېڅ یوه هېواد سره دښمني نه‌لرو. له دوی ټولو سره د متقابل درناوي او متقابل تعامل پر بنسټ د نېکو اړیکو غوښتونکي یوو، له ټولو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو غوښتونکي یوو.»

ورته مهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې هېچاته ګواښ نشته او هېوادونه باید د ګواښونو په پلمه خلک له هېواده وتلو ته اړ نه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل:«ډېر داسې هېوادوال دي چې بهر ته د تګ لپاره پلمې لټوی او د افغانستان پر اسلامي امارت باندې تور لګوي چې زموږ ژوند په افغانستان کې له خطر سره مخ دی او په ځينو ګاونډیو هېوادونو کې د ذلت شپې تېروي. هغوی ته زموږ دا پيغام دی چې په افغانستان کې د هېچا سر ته خطر نشته.»

په دې مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو د ملا اختر محمد منصور له لاسته راوړنو هم یادونه وکړه.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي:«د په خپل صداقت، اخلاص او تدبر سره هم په سیاسي لحاظ او هم په نظامي لحاظ دا صف چې نږدې وو له خاورو سره خاورې شي، ده اوج ته ورساوه.»

د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت څرګندوي:«له هغې پرېکنده پرېکړې سره چې د داعش پر ضد یې لرله او هغه حکم چې مجاهدینو ته یې وکړ، په ډېره کمه موده کې یې دغه فتنه کنټرول کړه او له منځه یې یوړه.»

ملا اختر محمد منصور له ملا محمد عمر وروسته د اسلامي امارت دویم مشر و، چې د کلونو جګړو په لړ کې بالاخره په ۱۳۹۵ هجري لمریز کال کې د پاکستان بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه