یو شمېر ځوانان وايي، په هېواد کې د کار د نهشتوالي له امله اړ دي چې په ناقانونو لارو کډوالۍ ته مخه کړي.
دوی زیاتوي، په اوسنیو شرایطو کې د خپلو کورنیو لګښتونه نهشي برابرولی او له همدې امله اړ دي چې د کار په موخه نورو هېوادونو ته لاړ شي.
تنکی ځوان ابوبکر چې د لغمان ولایت اوسېدونکی دی، د نهه کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره غواړي د کار لپاره په ناقانونه لارو ایران ته لاړ شي.
ابوبکر پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «ایران ته کارونو او مزدوري لپاره ورځم، زه په دولسم ټولګي کې یم، خپل ښوونځي مې پرېښود.»
ورته مهال، ځينې ځوانان وايي، ګاونډیو هېوادونو ته په غیرقانوني لارو د تګ اصلي لاملونه، بېوزلي او بېکاري ده او له سرپرست حکومته غواړي چې له زدهکړو سربېره د کار زمینه ورته برابره کړي.
د ننګرهار اوسیدوونکی ایمل وايي: «بېکاري ده، کار او روزګار دلته نهشته، د مجبوریتونو له کبله غواړو بهر ته لاړ شو.»
د کابل اوسیدوونکی عبدالعلي وايي: «د افغانستان له اوسني حکومته مې دا غوښتنه ده چې ځوانانو او لوستو ته د کار زمینه برابره کړي، څو هېڅ ځوان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شي.»
له دې سره سم، اقتصاد وزارت بیا وايي، په هېواد کې د فقر د راکمولو لپاره لویې پروژې په پلان کې لري او په وینا یې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به یو شمير ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وايي: «د بېوزلۍ د کمولو لپاره، د کوچنیو او منځنیو صنایعو پیاوړتیا، د نیمګړو پروژو او پرمختیایي پروژو د چارو بشپړول او همدارنګه د لویو اقتصادي پروژو پیلول زموږ د کاري پلان په سر کې دي.»
د اقتصادي ستونزو له امله هره ورځ سلګونه کسان غواړي په ناقانونه او خطرناکو لارو لومړی ځانونه ایران او بیا اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
په دې اړه مو اندونه