Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ندیم د تاتارستان په غونډه کې: د افغانستان له تحصیلي نظامه دې ملاتړ وشي

د لوړو زده‌کړو سرپرست ندا محمد ندیم د روسیې تاتارستان ته په سفر کې، په افغانستان د تحصیلي برخې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ندیم د تاتارستان په جمهوریت کې د روسیې فډراټيف د پوهنې وزیرانو په نړۍواله غونډه کې په افغانستان کې د مسلکي کدرونو شتون مهم بللی او له ګاونډيو هېوادونو یې وغوښتل چې افغانستان ته کدرونه واستوي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست ویلي چې دغه وزارت د پوهنتونونو د استادانو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ځينې پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي. 
                      
ندا محمد ندیم په دغې ناسته کې ویلي:«له دوستو هېوادونو مو هیله ده چې افغانستان ته د مسلکي کدرونو په رالېږلو سره، او یا هم په خپلو هېوادونو کې د مسلکي کدرونو د روزنې لپاره د بورسونو په راکولو سره د افغانستان له لوړو زده‌کړو څخه ملاتړ وکړي.»

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دې غونډه کې دغه راز د معیاري بیخ بناوو او لابراتوارونو د کموالي خبره کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د لوړو زده‌کړو د کیفیت د لوړېدو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
                
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاتوي:«د معیاري لابراتوارونو او د عملي زده‌کړو د امکاناتو کمبود چې د افغانستان په اوسني اقتصادي وضعیت کې د یادې ستونزې حلول ښايي ډېر وخت ونیسي، نو هیله دا ده چې په دغې برخه کې زموږ د تحصیلي نظام ملاتړ وشي.»

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست دغه راز پر هېوادونو غږ وکړ، چې پر سرپرست حکومت باور وکړی او له اوسني حکومت سره مثبتې اړیکي ټينګې کړي.
                 
د پوهنتون استاد فضل الهادي وزین وویل:«علم او تخصص ته پاملرنه، هېواد ته وفاداري، د اسلامي ارزښتونو ساتل، له سیاسي ایډیالوژيکو چلندونو‎ د لوړو زده‌کړو لېرې ساتل، د هېواد د لوړو زده‌کړو پولیسي، استخباراتي او ټينګښت ډېر مهم او بنسټيز دي.»

د پوهنې  په تړاو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست خبرې په داسې حال کې دي، چې تر اوسه محصلو نجونو پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه ده ترلاسه کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه